|
ملي امنيت : دطالبانو ديوې ډلې دسرګروپ دنيولو خبر وركړ |
|
|
|
عبدالله مياخېل
|
|
نېټه : يوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د ليندۍ ۲۹ - مه |
دملي امنيت چارواكو په نيمروز ولايت كې دوسله والو طالبانود ډلې ديوه سرګروپ دنيولو خبروركړ.
ديادې ادارې څخه په راليږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي چې په لومړنيوڅيړنوكې نيول شوي كس په خپل جرم اعتراف كړى او ويلي يي دي چې دلړم دمياشتې په زرنج ښاركې دملي اردو په پوسته دبريد سربيره يې په يوشميرنورو ورانكارواعمالو كې هم لاس درلود.
خبرپاڼه زياتوي چې ديادشوي كس دكورڅخه اته لس كيلوګرامه چاوديدنكي توكي څلوركيلوګرامه ساچمې اودځانمرګي بريدونو دكارونې يوواسكټ ترلاسه شويدي.
|