|
مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى. |
|
|
|
سمون
|
|
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د مرغومی ۱۱ - مه |
دافغانستان په شمالي ولايت بلخ کې د (جند الله فدا ) وسلوالې ډلې مسولينو غورځنګ ته وويل چې په شېرخان بندر کې يې د تخار اوسېدونکى منشي ابراهيم چې د رمضان زوى دى، دولت او بهرنيو پوځونو ته دجاسوسۍ په تور وژلى دى. د دغې ډلې مسول چې ځان نقشبندي فدايي معرفي کوي او د افغان دولت او بهرنيو پوځونو پر خلاف يې د طالبانو ترڅنګ وسلوال فعاليت پيل کړى وايي چې وژل شوي کس د ډاکتر نجيب الله د حکومت پر مهال هم په استخباراتو کې دنده تر سره کوله. تر اوسه ځايي مسولينو د پېښې په باب رسنيو ته څه ندي ويلي.
|