|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
زموږ په ويبپاڼه کي19 کسان دا مهال په ليکه دي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

محصلين :په كابل پوهنتون كې په زاړه ميتود تدريس وركول كيږي چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
عبدالله مياخېل   
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د مرغومی ۰۳ - مه

 دكابل پوهنتون یو شمیر محصلين دلوړو زده كړو په وزارت  نيوكه كوي  او وايي  چې دهېواد دلوړو زده كړود درسي نظام  په  جوړولو  كې پاتي راغلي  .
دوى وايي اوس هم په پوهنتونونوكې د ډير پخواني وخت  له درسي ميتود څخه كار اخيستل كيږي  چې له اوس مهال سره هېڅ  اړخ نه لګوي.
دلوړو زده كړو دوزارت چارواكي وايي پدې برخه كې يي  هڅې پيل كړي خو ددغه ستونزې اوارې وخت او امكانانو ته اړتيا لري .
دكابل پوهنتو ن يوشمېر محصيلينو وايي چې دپوهنتونونو درسي ميتود ډير زوړ دي او بايد پدې برخه كې دوخت له اړتيا وو سره سم بدلون رامينځته شي .
دكابل پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو دمحصلينو اودافغان مېرمنو دټولنې  له لوري پدې وروستيو كې دهېواد په پوهنتو نو كې دزده كړو دحالت په اړه يوه ټول پوښتنه  تر سره شوي   چې ددې ټول پوښتنې له مخې ګڼ  شمېر محصلين دهيواد  په پوهنتونونو په درسې نصاب او مېتود د دبدلون غوښتنه كوي .
تېره ورځ دولسي جرګې  يوشمېرغړو هم  دلوړو زده كړو له نوماند وزير څخه ورته غوښتنه كوله .
وكيلانو غوښتنه وكړه چې په پوهنتونونو او دلوړو زده كړو په نورو موسېسو كې هغه استادان په دندو وګمارل شي چې په پښتو اودري  دواړو ژبو پوره واك ولري  او د دواړو ژبو محصلين په ښه توګه وپوهوي .
دلوړوزده كړو د زارت تدريسي مرستيال پوهنوال محمد عثمان بابري دمحصلينو يادې  ستونزې  پرځاى بولي  اووايي  ددغو ستونزو اوراولو په موخه يي  خپله پينځه كلنه كاري تګلاره مرستندويانو ته وړاندې كړي  چې په پلي كيدو سره به يي اوسنيو ستونزو ته دپاي ټكي كيښودل شي .
همدا ډول دى زياتوي  دلوړو زده كړو لپاره مو  په يوه كريكولم  هم كار كړى  چې دا به هم په دې برخه كې   ګټور تمام شي .
دلوړو زده كړو دوزارت چارواكي وايي چې ديوشمېر ستونزو تر څنګ  لاس ته راوړنې هم لري .
دچارواكو په وينا   په ډيرو پوهنتو نو نو كې يي دعصري ټكنالوژۍ اسانتياوې برابرې كړې  او هڅه كوي  چې دهېواد په ټولو پوهنتونو نو كې دزده كړو كيفيت لوړ كړي .
 
په پښتو او انګرېزي ژبه د نړۍ له غوره خبري آژانسونو، راډيو ګانو او ټلويزيونونو څخه وروستي خبري مطالب وګورئ
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.