|| خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه   || خبر } د کډوالو چارو وزير زوى لا تراوسه نادرکه دى   || خبر } دایران سفارت دټاکنو خپلواک کمیسون ته شکایت وکړ
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني
زموږ په ويبپاڼه کي11 کسان دا مهال په ليکه دي

متحدو اماراتو د پاک - افغان لپاره استازی وټاکه چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
رالېږونکی : روشن   
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۱ - مه
متحده عربي اماراتو  علي الشمسي دافغانستان او پاكستان لپاره  خپل  استازى  وټاكه

متحده عربي اماراتو دعلي الشمسي په نوم  خپل يو ډېركارپوه اوپياوړى ديپلومات  دافغانستان او پاكستان لپاره  دخپل ځانګړي استازي په توګه وټاكه .
ټاكل شوې چې علي الشمسي  په همدې نږدې راتلونكي كې  افغانستان ته راشي او خپل كار پيل كړي .
ديادونې وړه ده چې  علي الشمسي اوسمهال په اردن كې ددې هېواد  دسفير په توګه دنده ترسره كوله او تر دې وړاندې ډېروخت  په پاكستان ددې هيواد سفير ووچې دافغانستان  چارې يې هم پرمخ بيولې .
علي الشمسي په پاكستان كې دخپل ديپلوماتيك ماموريت  په جريان كې ديوبريالي   او كار پوه ديپلومات په توګه ځلېدلى او مشهور شوى دى .
ده  په پاكستان كې  دخپل ماموريت په دوران كې  دافغانستان لپاره هم ډېر كارونه كړي او افغان دولت  او افغان ولس ته يې  ډېرې مرستې راجلب كړې دي  .
 دده په دوره كې دمتحده عربي امار اتو او افغانستان ترمنځ دسياسي او دوستانه اړيكو لپاره ډېر كار وشو .
باخبره سرچينې وايي  چې  په اسلام اباد كې دافغان سفارت په ملتيادده په هلوځلو له پاكستانيو زندانونوڅخه ۳۷۰۰تنه بنديان خوشې شويدي .
دافغانستان او پاكستان لپاره  د عربي متحده اماراتو  دځانګړي استازي په توګه دعلي الشمسي له ټاكل كېدو سره داهيلې پياوړي شوې دي چې دافغانستان او متحده عربي اماراتو اړيكې به نورې هم  دوستانه اوله افغانستان سره به ددوى   مرستې لا ډېرې شي .
همداراز هيله شته چې الشمسي به  دافغانستان دروانو ستونزوپه سياسي حل كې    ډېررغنده  رول ولوبوي .
علي الشمسي دافغانستان او پاكستان لپاره  د عربي متحده اماراتو لخوا په داسې حال كې  دځانګړي استازي په توګه ټاكل كېږي چې تر دې وړاندې  دمتحده ايالاتو  نوي ولسمشربارك اوباما، ريچارد هالبروك او لندن سرجرارد دافغانستان او پاكستان لپاره  دخپلو ځانګړيو استازو په توګه  ټاكلي دي  .
همداراز   داوروپايي ټولنې دځينو  هېوادونو په شمول  تراوسه ۲۵ هېوادونو دافغانستان لپاره خپل ځانګړي استازي  ټاكلي دي .
 
په پښتو او انګرېزي ژبه د نړۍ له غوره خبري آژانسونو، راډيو ګانو او ټلويزيونونو څخه وروستي خبري مطالب وګورئ
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.