|
شنونكي : دجدي شپږمه افغانستان لدې ستونزې سره مخ كړې |
|
|
|
عبدالله مياخېل
|
|
نېټه : اونۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د مرغومی ۰۵ - مه |
ديرش كاله وړاندې روسيي لښكروپه افغانستان پوځي يرغل وكړاودافغانستان دوخت واكمن حفيظ الله امين يې وواژه .
داچې په افغانستان دروس دغه يرغل څه په ميراث پريښودل ?
دديارلس اته پنځوسم كال دمرغومي په شپږمه دشپي پرمهال ببرك كارمل دتاجكستان ددوشنبې له يوي راډيوڅخه حفيظ الله امين دريژيم دپاى اوخپل ځان يې له هماغه ځايه دافغانستان د واكمن په توګه اعلان كړ.
دغه ورځ دديارلس اوه پنځوسم لمريز كال دغوايي له اوومې نيټې څخه وروسته دافغانانوپه منځ كې ترترټولوتوره ورځ ګڼل كيږ ي .په ولسي جرګې دلوګراستازى مجددي وايي روسانوغوښتل چې په منځني اسياكې دخپل نفوذساحه وغوځوي اودافغانستان له لارې ځان ګرمواوبوته ورسوي
يوشمېركتونكي په دې انددي چې امريكاغوښتل له روس څخه خپل بدل واخلي له همدې امله يې دروس په استخباراتي شبكې ياكي جي بي كې دخپلوپلويانوپه واسطه روسيه په افغانستان باندې بريدته وهڅوله .
دپوځي چارو څيړونكى اودډاكټرنجيب الله دواكمنې پرمهال داستخباراتومسول جنرال
دملي اسلامي اقتدارګوندمشراودافغان جهادپه وخت كې داسلامي اتحادګوندغړى انجينراحمدشاه احمدزى وايي چې په افغانستان كې دخلق اوپرچم ګوندونوپه دغه هېوادباندې روسي يرغل ته لاره هواره كړه .
خودحفيظ الله امين دواكمنې پرمهال دكورنيوچارووزيراودخلق ګوندغړى فقيرمحمدفقيروايي روسيي په حفيظ الله امين باندې دباورنه لرلوله امله دده په شتون كې په افغانستان باندې پوځي يرغل ته زړه نه ښه كاوه .
دفقيرپه وينا دحفيظ الله امين په واكمنى كې روسانوخپل موخې ته ځان نه شورسولى همدالامل وه چې روسانوحفيظ الله امين وواژه اوپرځاى يې دخلق ګوندڅوتنه غړي دببرك كارمل په مشري راوستل اوپه افغانستان يې پوځي يرغل وكړ.
ديوزرودرې سوه اته پنځوسم لمريزكال دمرغومې په شپږمه نيټه روسي لښكروپه افغانستان كې دواكمن كمونسټي نظام څخه دملاتړپه نوم په دغه هېوادپوځي يرغل وكړ.
دمرغومي په شپږمه دغرمي پرمهال دروسانودالفاګروپ دتاج بيګ په قلعه كې دوخت واكمن حفيظ الله امين لومړى مسموم اووروسته يې وواژه .
دروسانودپوځي يرغل په پايله كې يونيم ميليون افغانان شهېدان ،دوه ميليونه معيوب اوله پنځوميليونوڅخه زيات دګاونډې هېوادنوپه ګډون دنړى ډېروهېوادونه ته كډوالى ته اړ شول .
دروسي يرغل وروسته يوپياوړى مركزي دولت ختم اوپرځاى يې ملكوالطوايفي رامنځته شوه .
له همغې ورځې راپه ديخوا پوره ديرش كاله پوره شول خو وافغانان له جنګونومرګونواوګډوډيوپه ارام شوي نه دي .
|