|
طالبان:څوک چې راى ورکوي،ګوتې یې پرې کوو |
|
|
|
ع.ن
|
|
نېټه : يوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د زمری ۲۵ - مه |
|
وسله والو طالبانو ديکشنبې په شپه د افغانستان د سهيل په یو شمير کليو کې د شپې پاڼو (شب نامه) په خپرولو سره ګواښ کړی، که څوک د ولسمشرۍ په راروانو ټاکنو کې برخه واخلي نو ګوتې، پزې او غوږونه به ترې پرې کړي. د دغو شپې پاڼي يوه کاپی داسوشيتدپرس خبري آژانس هم ترلاسه کړی. په شپې پاڼه کې ګواښ شوی چې د راې اچونې مرکزونو باندې به بريدونه ترسره شي او د هر هغه چا ګوته چې په رنګ ککړه وه هغه به د طالبانو لخوا له سزا سره مخامخ شي.
په همدې حال کې د (اې.اف.پي) خبري آژانس هم په کندهار کې يوه بله شپه پاڼه ترلاسه کړې. په دغې شپې پاڼه کې راغلي: ( له دې لارې ټولو عزتمندو ښاريانو ته خبر ورکول کيږي چې په ټول ټاکنو کې له ګډون څخه ډډه وکړي، ترڅو زمونږ د عملياتو قربانيان نه شي ،ځکه مونږ نوي تکتيکونه کاروو).
|