|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
زموږ په ويبپاڼه کي20 کسان دا مهال په ليکه دي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

سي ان ان : په امريكا كې ډيرى خلك دافغانستان له جګړې سره مخالف دي چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
عبدالله مياخېل   
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د مرغومی ۰۳ - مه
دسي اين اين تلويزونې شبكې ديوې تازه سروي له مخې په امريكاكې ګڼ شمېرخلك د افغانستان دجګړ ې له دوام سره مخالف دي.
په دغه سروي كې داسې خلك هم شته چې دافغانستان لپاره داوباماله پلانونوسره دمخالفت ترڅنګ له دغه هېوادڅخه دوتلوغوښتنه هم كوي .
كه څه هم په افغانستان كې روانه جګړه په خپل بد وضعيت كې ده خو د امريكايي سرتېرو په شمېر كې لا زياتوالې نه ده راغلې .
سربېره پردې  دامريكاګڼ شمېر  خلك  د دغه هېواد د ولسمشر بارك اوباما له دېرش زرو سرتېرو د لېږلو ملاتړ كوي .
د سي ان ان ټلويزونې شبكې په يوه تازه سروي كې چې په افغانستان كې يي ترسره كړې  ويل شوي چې نهه پنځوس  سلنه امريكايان د بارك  اوباما له  دېرش زرو سرتېرو د راليږلو پلان  ملاتړ كړى خو نهه دېرش سلنه نور بيا د دغې ستراتېژۍ مخالف دي
سروې ليكلې چې ګڼ شمېر هغه خلك چې د اوباما له دغه پلان  سره مخالف دي نه يوازي د امريكايي سرتېرو د را لېږلو سره مخالفت كوي بلكه د دوى د وتلو غوښتنه هم لري .
په دغه سروې كې دا هم ويل شوي چې پنځه پنځوس سلنه خلك  په افغانستان كې د روانې جګړې پر ضد دي خو بل لور درو څلويښت سلنه نور بيا د امريكې له ماموريت نه ملاتړ كوي .
د سي ان ان سروې زياتوي چې  د افغانستان په لسو كې درې  تنه  خلك په هيواد كې د روانې جګړې  له پېل  نه مخالف وو خو ګڼ شمېريې  بيا په دوه زره لومړي كال كې  له دغې جګړې ملاتړ كاوه خو دمګړې يې  مخالفت كوي .
سروې زياتوي چې يوازې دامريكا   اته لس سلنه  خلك په دې اند  دي چې امريكا به په روانې جګړې كې بريا لې شي خو دوه پر درې خلك نور بيا په دې اند دي چې امريكا به له ماتې سره مخ شي .
د سي ان ان په يوه بلې سروې كې چې د روان كال په نومبر مياشت كې ترسره شوې وه  پنځه څلويښت  سلنه خلك  په افغانستان كې د روانې جګړې ملاتړ او دو پنځوس سلنه نورو بيا مخالفت كاوه .

 
په پښتو او انګرېزي ژبه د نړۍ له غوره خبري آژانسونو، راډيو ګانو او ټلويزيونونو څخه وروستي خبري مطالب وګورئ
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.