|
زاخيلوال : د امان الله خان په ښارګوټي 30 ميليونه پانګونه وشي |
|
|
|
عبدالله مياخېل
|
|
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۲ - مه |
دمالي وزير عمر زاخيلوال په ننګرهار ولايت دغازي امان الله خان له ښارګوټي او پدغه ولايت كې له يو صنعتي پارك څخه دليدنې پرمهال وويل چي ددغو دواړو پرژو په بشپړيدوسره به داسيمه دټول هيوادپه كچه ديوه پرمختللي صنعتي ښارګوټي بڼه غوره كړي .
هغه زياته كړه ټاكل شوي دامان الله خان په پرمختللي او صنعتي ښارګوټي كې ديرش مليونه امريكايي ډالره پانګونه وشي .
زاخيلوال وايي پاكستان ته له شمالي بندر حيرتانوڅخه د اورګاډې پټلۍ هم له دغه صنعتي سيمي څخه تېريږي چې ارزښت يي لا لوړه وي.
همدا ډول ددغه صنعتي سيمې په لمن كې به كابو دري سوه فابريكې پانګه اچونې ته وړاندي شي.
|