|
د پاپ موسيقي بادشاه(مايکل جکسن) مړ شو |
|
|
|
ع.ن
|
|
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۵ - مه |
|
د پاپ موسيقۍ بادشاه (مايکل جکسن) د پنجشنبې په شپه د پنځوسو کلونو په عمر په خپل کور کې د زړه د دريدو له امله مړ شو. د (سي.ان.ان) ټلويزيون د رپوټ له مخې (مايکل جکسن) د ساه د اخيستو توان له لاسه ورکړی وو چې له همدې امله يې زړه دريدلی. که څه هم نوموړي د زړه د ناروغۍ مخينه درلوده او تر درملنې لاندې وو، خو د هغه مړی اوس د عدلي طب د ډاکترانو تر څيړنې لاندې ده. د (مايکل جکسن) له مړينې وروسته د هغه ګڼ شمير مينه وال د روغتون او د کور مخې ته راټول شوي دي.نوموړی شپږ کاله وړاندې په يوه څوارلس کلن هلک باندې په جنسي تيري تورن وو چې محاکمې بيا پر (جکسن) لګيدلی تور بې بنسټه اعلام کړ.
د (ګينس) د نړيوالو ريکاردونو دکتاب د رپوټ له مخې د (مايکل جکسن) د (تريلر) په نامه د سندرو البوم چې په (1982) کال کې بازار ته وتی وو، د (65) ميليونو نسخو په خرڅيدو يې نړيوال ريکارد ټينګ کړی دی.
د( مايکل جکسن) مړينه لويديځو رسنيو د موسيقۍ د هنر له پاره لويه ضايعه بللې. په دې وروستيو کې داسې رپوټونه خپاره شوې وو چې (مايکل جکسن) د اسلام دين منلی دی.(مايکل جکسن) درې زامنه له ځانه پر ځای پريښي دي.
|