|
د نشه يي توکو د قاچاق په تور اووه تنه مجازات شول |
|
|
|
سلیم"حامد"
|
|
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د غبرګولی ۲۸ - مه |
|
کابل(غورځنگ): د افغانستان د نشه يي توکو ځانگړې محکمې خبر ورکړى چې په تېره يوه اوونۍ کې يې اووه تنه د نشه يي توکو د کاروبار او ساتنې په تور محاکمه کړي دي. ددغې محکمې د مالوماتو له مخې يو تن ددغو کسانو د کندز اوسېدونکى دى او د ٢٩ کيلو گرامه ترياکو د قاچاق په تور په ١٦ کاله بند او يو ميليون او پنځه سوه زره افغانيو نغدي جريمې محکوم شوى دى. بل مجازات شوى د هلمند ولايت اوسېدونکي معرفي شوى چې ورباندې د ٢٢ نيمې کيلو ترياکو د قاچاق تور لگېدلى او په ١٠ کاله بند او اووه سوه زره افغانيو نغدي جريمې محکوم شوى دى. نور مجازات شوي کسان د کندهار، ننگرهار، هلمنداو هرات ولايتونو اوسېدونکي ښودل شوي دي.
د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې ځانگړې محکمې له تېر يوه کاله لسگونه کسان د نشه يي توکو د کارو بار او قاچاق په تور محاکمه کړي، خو ډېرى نيوکه کوي چې دغه کسان هغه ستر او لوى قاچاق کوونکي نه دي چې د محاکمې اړتيا يې ده. ډېرى په دې اند دي چې د نشه يي توکو په تړاو هغه کسان محاکمه کېږي چې توان نه لري او نه ورسره د مافيا پياوړى ملاتړ دى.
|