|
دكانو او صنايعو وزارت دتيلو او ګازو زيرمې خصوصي سكتور ته سپاري |
|
|
|
عبدالله مياخېل
|
|
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د غبرګولی ۲۵ - مه |
|
افغان دولت وایی ډیر زر به د شمالی ولایتونو د د ګازو او تیلو ځینې زیرمې خصوصی سکټور ته وسپاري.
د کانو او صنایعو وزیر نن ( دوشنبه )کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د تخار او جوزجان په دغو زیرمو کې څلویښت ملیارده متره مكعب ګاز او څلویښت ټنه خام تیل تثبیت شویدي.
د نوموړي په وینا ددغو زیرمو په استخراجولو سره به افغانستان هرکال نږدې سل ملیونه ډالر عاید ترلاسه کوي
|