|
دبګرام پوځي هډه : (2009) کال به خونړى وي |
|
|
|
ع.ن
|
|
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۴ - مه |
|
(( ټليفون بيړني زنګ وکړنګاوه. د سړک له غاړې بم موټر الوزولئ. نهه امريکايي سرتيري ټپيان دئ.د مرستې غوښتنه کيږي. چورلکې د بګرام له هوايي ډګره د پيښې سيمې ته الوزي، خو کله چې بيرته راستنيږي يواځې پنځه ټپيان روغتون ته راولي. پاتې څلور تنه وژل شوې وئ )).
دې ته ورته پيښو د بګرام په پوځي هډې کې د روغتون چارواکي انديښمن کړي دئ.د اسوشيتد پرس خبري آژانس د دغه روغتون د ډاکترانو له خولې په يوه تازه رپوټ کې ليکلي چې د امريکايي پوځيانو د تلفاتو شمير ورځ تربلې مخ په زياتيدو دئ.د روغتون ډاکتران د تلفاتو شمير د تيرو کلونو په پرتله زيات ښيئ او د دوې له اټکل سره سم به دتيرو کلونو په پرتله (2009) کال په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو له پاره ترټولو خونړۍ وئ.
|