|
خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل |
|
|
|
جویباری
|
|
نېټه : اونۍ ، د ۱۳۸۹ لمريز کال د زمری ۰۲ - مه |
|
غورځنګ-کابل
دخوست ولايت داسماعيل خيلو ولسوالۍ په جامع جومات کې دچاودنې له امله يوتن ووژل شو او اتلس تنه نورټپي شول.
دامنيتي ارګانونو دگډې قرارګاه مسوول جنرال نواب ددغه خبرپه تائيدولو سره باختراژانس ته وويل :چاوديدونکي مواد ددولت دمخالفينوله خوا داسماعيل خيلو ولسوالۍ دجومات په محراب کې ځاى پرځاى شوي و چې دولسي جرګې دکانديد مولوي سعيدالله سعيد دوينا په وخت کې وچاوديدل چې له امله يې مولوي سعيدووژل شو او اتلس تنه نور ټپي شول .
ددې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی .
|