|| خبر } ولسمشرکرزي دحامد نوري وژنه وغندله   || خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه   || خبر } د کډوالو چارو وزير زوى لا تراوسه نادرکه دى
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني
زموږ په ويبپاڼه کي20 کسان دا مهال په ليکه دي

حامد كرزی بيا د افغانستان جمهور ريس شو چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ع.ن   
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د لړم ۱۱ - مه
د ټول ټاکنو د خپلواک کمسيون مشر عزيزالله لودين نن ( دوشنبې) پلازمينه کابل کې د يويې خبري غونډې پرمهال اعلام وکړ چې حامد کرزی د (1388) لمريز کال په ټول ټاکنو کې د زياتو رايو د ګټلو او د ټاکنو په دوهم پړاو کې د سيال د نه لرلو له امله بريالی او يو ځل بيا د افغانستان جمهور ريس دئ. نوموړي وويل چې د لړم د شپاړلسمې نيټې ټاکنو ته اړتيا نه ليدل کيږي او ټاکنې به ترسره نه شئ.
په کابل کې د امريکا سفارت د يويې خبرپاڼې په خپرولو سره حامدکرزي ته د افغانستان په تاريخي ټول ټاکنو کې برياليتوب ويلې او له هغه سره يې د همکارۍ د دوام ټټر وهلئ. برتانيې او د ملګرو ملتونو ټولنې هم د خبرپاڼو په خپرولو سره کرزي ته مبارکي ويلې.
د ټاکنو خپلواک کمسيون وروسته له هغه د حامد کرزي د برياليتوب اعلام وکړ چې د هغه سيال ډاکترعبدالله عبدالله يوه ورځ وړاندې د ټاکنو په دوهم پړاو کې د نه ګډون اعلام كړی وو. د ټاکنو د خپلواک کمسيون له اعلام څو ساعته وړاندې حامد کرزي د آزادۍ له راډيو سره په يوه مرکه کې ويلې وو: (دابه دافغانستان په خير وي چې زه او ښاغلی عبدالله عبدالله په ګډه انتخاباتو ته لاړشو،اساسي قانون تطبيق شي او دولسواکۍ هغه لاره په هېوادکې بنسټيزه کړو چې دهغې له مخې دخلکو په رايه حکومتونه ټاکل کيږي).
د حامد کرزي د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د خلکو هيلې دا وې چې امنيت ټينګ، قانون حاکم، د زورواکو وزرونه مات، د بې کارۍ لمنه ټوله، دپلازمينې په ګډون د هيواد ټولې ويجاړې فابريکې بيرته فعالې، د تيارو کوټو څراغونه روښانه او د لسګونو داسې بنسټيزو پروژو چارې عملا پيل او ترسره شي، خو لکه څنګه چې وليدل شول د هغوې دا هيلې د کلونو په تيريدو اوس هم نه دي پوره شوې.
آيا حامد کرزی به دا ځل چې لا له وړاندې يې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د برياليتوب له پاره د نوي حکومت څوکۍ پر ځانګړو کسانو چې پخوا يې ملت ته خپل امتحان ورکړی ويشلي، د خلکو د کلونو،کلونو نيمګړې هيلې پوره کړي؟

 
په پښتو او انګرېزي ژبه د نړۍ له غوره خبري آژانسونو، راډيو ګانو او ټلويزيونونو څخه وروستي خبري مطالب وګورئ
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.