|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

یاره ستاپه اننګوکې! چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
امین زی - کابل   
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۷ لمريز کال د زمری ۲۵ - مه

هسي خوهم زماسندرې هومره نه خوښېږي خوله شعرسره ډېره مينه لرم اوکله کله مې بيايوه نيمه سندره له خپلې اغېزې لاندې راولي چې دطاهرشباب داسندره هم دهمدغه قطارسندره ده. چې کېدى شي ددې سندرې ښه والى هم ډېردليلونه ولري چې دم ګړي يې زه هم هومره نه شم احساسولى خودومره ويلي شم چې يويې شعرډېرښه شعرغوره کړى اوبل يې ډېرښه اداکوي چې دې په خپله سندرې ته ښکلاورپه برخه کړې دى. زه له ځايه داچې څنګه دهنر په برخه کې کولاى شو دښواو بدو په اړوندنظر ورکړو په دې هکله خو هومره ځانته اجازه نه شم ورکولاى خوله هغه څه نه غواړم سترګې ترې پټې کړم چې پرمايې ښه تاثير اواغېزه کړې اوله خپله انده ورته ښه وايم.

ويدرو وايي: ماته ټول هغه شيان ښکلي اوښايسته دي چې په ماکې دښکلااحساس راوپاروي. اوياهم راسکين وايي: نېک کاراوښه فکرکول دانسان څېرې ته ښکلاوربښي.خو سقراط وايي: ښکلاياښايست دانسان په هغه فعاليت کې راڅرګندېږي چې معقول وي اوښکلى هغه دى چې داړوندکارلپاره ګټوراوموافق وي. په همدې ډول افلاطون وايي: ښايست اوياښکلامعنوي اوروحي ځانګرتياده. افلاطون بياوايي: ښايست اوياښکلامعنوي اوروحي ځانګرتياده. اوهمداشان په همدې دوام ارسطوبياوايي: ښه فکرکول دانسان څېرې ته ښکلاوربښي. اواصلي ښايست دزړه اودښادي دمينې اومحبت دميل په لرلوکې ده. نوله همدې امله ويلى شوچې دمينې اومحبت لرل په معنوى ښايست کې زياتوالي راولي اوهمدارنګه دښواونېکواخلاقو دلرلو لپاره هڅه اوهاند ژوندته ځانګړى رنګ او ښکلاوربښى.

لکه څرنګه چې ظاهراُ انسان دخپل ځان دباطن آينه ده،چې څه صورت اوڅه هم حرکات چې دننه په انسان کې حاکم دي،دافکاروتراغېزې لاندې راځي په دې توګه په نورو احساساتوغوره والي لري.

په هره ټوله کې ډېرى مسايل دزمانې دټولنيزو شرايطوتابع وي،په دې ماناچې هرعصره ټولنيزشرايط اوارزښتونه اوپه يوه وخت کې دبېلابېلېو پديدوله راز،رازمعيارونوسره يې ارزونه کېږي. چې طاهرشباب که څه هم له ځايه دري ژبۍ دى خوبياهم پښتوسندرې ډېرې ښېوايي اوپښتوشعرونه ډېرښه سندرېزکوي ښه اداکوي اودويناپه مهال داسې ښکاريږي چې دزړه له کومې مينه لري چې په لانوره ښکلاکې يې هم ونغاړي.

امین زی - کابل
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.