|
هاليوډپه افغانستان کي"يوې ورځي سولي" فلم جوړوي |
|
|
|
داود جبارخېل
|
|
نېټه : اونۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د چنګاښ ۳۰ - مه |
|
دهالیوود سینما وتلي ستوري غواړي په افغانستان کې دیوې ورځې سولې په نوم مستندفلم جوړکړي. دهالیوود سینما فلم جوړوونکی اولوبغاړی جیري ګیلي دپنجشنبې په ورځ په کابل کې دیوې خبري ناستې پرمهال وویل: د سپتامبر ۲۱ نیټه دسولې ورځې په نوم یادیږدي اوموږ هم وغوښتل چې دیوې ورځې سولې په نوم فلم په افغانستان کې جوړ او په دې توګه نړیوالوته وښیو چې سوله دټولو انسانانو هیله ده.
ښاغلي ګیلي واردمخه دیوې ورځې سولې په نوم مستند فلم لومړۍ برخه جوړه اوغواړي دهغه دوهمه برخه په افغانستان کې جوړه کړي. دده په وینا: موږهڅه کوو چې دمذهب او سیاست له په پام کې نیولوپرته په ځانګړې توګه دنړۍ ځوان کول سولې اوپخلاینې ته راوبولو.
نوموړي په دې اړه وویل : ((زموږ موخه له دې فلم څخه داده چې نوروته الهام ور وبښو اوسولې ته اړتیا ډاګیزه کړو،موږ ددې له پاره افغانستان ته راغلي یو چې سولې ته ډیره اړتیا لري موږپه افغانستان کې له ټولو بنسټونوڅخه غواړوترڅو دسولې ورځې درناوی وکړي.
په دې توګه موږ غواړونړیوالوته داوښیوچې که په افغانستان کې د اورځ راتلای شي نودنړۍ په هرګوټ کې راتلونکې ده اوپه افغانستان کې دسولې ټبنګښت کولای شي دنړۍ نوروسیموخلک هم هیله من کړي.))
ټاکل شوې دیوې ورځې سولې په نوم فلم کې دهالیووډ سینما بل نامتو ستوری جودلوهم ګډون ولري نوموړی هم کابل ته راغلی اوپه دې خبري ناسته کې یې وویل: موږغواړو ددې فلم له لارې دسولې اوپخلاینې په ټینګښټ کې اغیزمن رول ولوبواو د هغه له لارې وکړای شو د انسانانو ژوند وژغورو. جولودپه دې اړه وویل: ((دفلم ریښتینی پیغام سوله ده اودافلم به وښيي چې سوله څنګه کولای شي دانسانانوژوندوژغوري،موږ ټول سولې ته اړتیا لرواوله ټولو هغو کسانو څخه چې زموږ غږ اوري غواړم چې دسولې د ټینګښټ په لارکې یوموټی شي.))
|