|
د کاغذ پران باز فلم هم جوړ شو |
|
|
|
نجيب الله مايار
|
|
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د ليندۍ ۲۱ - مه |
|
دکاغذپران باز فلم جوړونکي شرکت ( پارامونت پيکچرز ) چارواکو له قوله رپوټونه وايي دغه شرکت منلې چې دنوموړي فلم دښودنې پروخت او احتمالا ددغو کسانو دتحصيل تر پايه به ترې څارنه کوي . داپريکړه له هغو انديښنو وروسته شوې چې په کاغذ پران بازفلم کې لوبيدلو څلور افغان ماشومانو ژوند ښايي له خطر سره مخ شي .دکاغذپران باز اتلس مليون ډالري فلم دافغان _ امريکايي ليکوال خالد حسيني په همدې نامه ناول پر بنسټ جوړ شوى دى اود سږکال دمني تر ټولوغوره فيلم دى .دکاغذپران باز داستان چې څلور کاله وړاندې يا په ٢٠٠٣ کال کې د افغان – امريکايي ليکوال خالد حسيني له خوا ليکل شوى دى د دوو افغان ځوانانو د ژوند دداستان په پلمه ، په تيرو دېرش - څلويښت کلونو کې دکابل له حالاتو يادونه کوي . نوموړى داستان د تبعيد ، بي وزلۍ ، دوستۍ او خيانت په موضوعاتو څرخي .په فلم کې په يو کوچني افغان لوبغاړي دجنسي تيري له امله دقومي او قبيلوي احساساتو درامنځ ته کيدو امکان دفيلم په ښودلو کې دځنډ لامل شو.په کاغذپران باز فلم کې د احمد خان رول ستايل شوى دى . ديوې امريکايي ورځپاڼې درپوټ پر اساس په کاغذپران باز فلم کې دنورو ټولوماشومانو په پرتله احمد خان غوره رول لوبولى دى .
|