|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

د احمدظاهرخوږ غږ،دمين د زړه ټکور! چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ع.ن   
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د زمری ۳۱ - مه
د جوزا(٢٤) نيټه دافغانستان د نامتو اوخوږ ژبي سندرغاړي احمدظاهر د زوکړې او مړيني له ورځي سره برابره ده.که څه هم احمد ظاهر جسمآ دخپل هنردمينه والو په منځ کي نه شته خو تل پاتي غږ يې اوس هم د موسيقي دهنردوستانو په غوږونو کي انګازي کوي.
احمد ظاهر يو وار له خپلي کورنۍ سره يوځاى دخپل پلار ډاکتر ظاهر د يوه سياسي ماموريت په ترڅ کې هندوستان ته ولاړ او څوکاله هلته پاتې شو.دغه سفر دنوموړي د هنري ژوند له پاره ځکه مهم شو چې هيواد ته د بيرته ستنديو پرمهال دهغه په کارونو کې دمثبت بدلون اغيزې وليدل شوي او هنري ښايستونه يې نور هم وځليدل. دهنر په ډګرکې د احمدظاهر يونوښت دا وو چې دختيځي او لويديځي موسيقى له آلاتو سره يې غبرګې سندرې ويلې دي.دغه هنري نوښت د هيواد موسيقي ته تازه روح وبښله.
احمدظاهرخپلو سندرو ته دشعرونو دخوښولو په برخه کې ډير حساس او سختګير وو.هرکله به يې چې يويې سندرې ته شعر ټاکه نو ادب پوهانو سره به يې مشوره کوله او آن په شپو،شپو به يې دشعر دانتخاب په اړه فکر کاوه.
نوموړي د حبيبې په عالي ليسه کې د ثانوي زده کړو له پاى ته رسولو وروسته خپلې لوړې زده کړې د پيداګوژۍ په رشته کې سره ته ورسولې او لنډه موده يې په ځينو دولتي ادارو لکه کابل ټايمز او افغان فلم کې کار وکړ. په پنځوسمه لمريزه لسيزه کې دکال غوره سندرغاړى شو او په دې وتوانيد چې د خپل هنر دمينه والو په زړونو کې ځانته ځانګړى ځاى پيدا کړي. 
دغه نامتو سندرغاړى د (١٣٢٥) لمريزکال دجوزا په (٢٤) نيټه نړۍ ته سترګي وغړولې او د(١٣٥٨) لمريزکال د جوزا په (٢٤) نيټه يې له نړۍ سترګې پټې کړلې.که څه هم احمدظاهر اوس مهال دخپل هنر دمينه والو په منځ کې نه شته،خو له ځانه يې تل پاتې هنري نوښتونه دموسيقي دهنر مينه والو ته يادګار پريښي دي.
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.