|
دمسکوفلم په نړيواله ننداره کي به۲۰۰فیلمونه وښودل شي |
|
|
|
الهـــام
|
|
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د غبرګولی ۳۱ - مه |
د مسکو فلم په نهه ویشتم نړيوال فستيوال کي چي د جون مياشتې له ۲۱ مي تر ۳۰ مي نېټې پوري په مسکو ښار کي جوړېږي، نزدې ۲۰۰ فلمونه نندارې ته وړاندي کېږي. په دغه فستيوال کي د نورو فلمونو ترڅنګ د نړۍ د وتليو کارګردانانو مستند فلمونه هم نندارې ته وړاندي کېږي. همدارنګه په فستيوال کي به هغه فلمونه چي د نړۍ په اوسنيو پېښو جوړ شوي دي وښودل شي، چي دغې برخي ته )نړۍ ته کتنه( نوم ورکړل شوی. همداراز د شوروي اتحاد د ړنګېدو پرمهال ځیني جوړ شوي فلمونه هم نندارې ته وړاندي کېږي.
|