|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

د کرزي نارې ولې پورته شوې؟ چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ن، م، کړاو   
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۲ - مه
د سه شنبې په ورځ يانې د سرطان پر دويمه د کرزي يوه وياند همايون حميدزاده په يوه غونډه کې د امريکا د سفير پر وروستيو کتنو انتقاد وکړ چې له اشرف غني احمدزي، ډاکټر عبدالله عبدالله او ميرويس ياسيني سره يې درلودې.
 
کرزى صاحب چې د افغانستان د اشغال سمبول او يوه مداري څېره ګڼل کېږي، تر دې مخکې ولې د بهرنيانو پر کتنو انتقاد نه کاوه، دغه بهرنيان به، پرته له دې چې افغان چارواکي يې له سفر او پلانونو خبر واى، بېلابېلو ولايتونو ته تلل له خپلو عسکرو سره به يې کتل، وروسته به په خپله الوتکه کې کښېناستل او خپلو هېوادونو ته به تلل، هغه وخت ولې کرزي د کوم قانون او اصولو خبره نه کوله؟ نه د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا خبره مطرح وه؟؟!!
 
ښاغلي کرزي د امريکا د سفير د کتنې په اعتراض د کابينې په وروستۍ غونډه کې د بهرنيو چارو وزير ته هم سترګې سرې کړې او امر يې ورته وکړ چې دا مسئله دې وڅېړي، ښاغلى کرزى چې يوازې پر واک د پاته کېدو خيال او هوا لري، حيران دى څنګه د خپلې بقا لپاره معاملې وکړي او لارې چارې ورته برابرې کړي.
 
کرزي صاحب د زرګونو بېګناه انسانانو پر وژنې يوه ورځ هم د زړه له اخلاصه افسوس ونه کړ، يوازې يې د مکر اوښکې تويې کړې، خو که حقيقت ووايو يو ولسمشر اوښکې نه تويوي، بلکې د نر غوندې اقدام کوي، په تېرو کلونو کې زموږ ولسمشر يوازې د خپل مطبوعاتي دفتر په مرسته د يوې اعلاميې په خپراوي، د پېښو او وژنو غندنه وکړه يا يې د پلټنو غوښتنه وکړه. خو هغه پلټنې چې اوس هم روانې دي او روانې به وي...  په عملي ډګر کې چا کرزى ونه ليد چې د کوم بېګناه انسان قاتل ونيسي، محاکمه يې کړي او حساب و کتاب ورسره وکړي. د بهرنيانو په بمباريو کې په سلګونو بېګناه خلک ووژل شول، کوم امريکايي عسکر محاکمه شو؟
 
د امريکايي ځواکونو  عمومي قوماندان خو په نره وويل چې د بالابلوک د پېښې عاملين به محاکمه نه شي، خو د حيرانۍ ځاى دى ولسمشر د امريکا د هغه اقرار هرکلى وکړ، چې ويلي يې دي، په بالابلوک کې يې په بمبارۍ کې ځينې بېګناه خلک وژل شوي دي. افغان ولسمشر ته د امريکا دغه بېشرمانه اقرار کافي ښکاري.
 
کرزى صاحب!
 
د بالابلوک ولسوالۍ د شهيدانو وينې لا وچې نه وې، چې تا په ټاکنو کې د بريا لپاره بېلابېل وزارتونه او نورې څوکۍ مخکې له مخکې په تور بازار کې ليلام کړې، له چا سره دې د ولايت د جوړونې ژمنه وکړه او چا ته دې د مرستيالۍ يا مشاورۍ ژمنه ورکړې ده. واک د چا لپاره غواړې؟ د پښتنو د نسل ختمولو او د افغانستان د بربادۍ لپاره؟
 
نن چې د امريکا سفير ستا له څو کانديدانو سره وکتل چيغې دې پورته شوې، په هغه ورځ چېرې وې چې همدغو وحشي امريکايانو ستا د وطن بېګناه ماشومان او ښځې په بمونو وژل، هغه وخت دې خوله او ژبه وه؟ شعور دې درلود؟ بې غيرتي او چاپلوسي هم خپل حد لري، خو دومره هم نه لکه خلک چې يې اوس بېلګې ويني.
 
زما د هېواد ولسمشر چې ټوله شخصي پانګه يې لس زره ډالرو ته رسېږي، نن يې په انتخاباتي کمپاين کې تر ټولو غټ عکسونه په کابل او نورو ولايتونو کې لګېدلي او د مرستيالانو يې هم ډېر مجلل او لوى عسکونه د ښار په هره برخه کې په هره برخه کې تر سترګو کېږي.
 
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.