|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

د بريالي IT مديرانو لس غوره ځانګړتياوې چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ژباړه: ضياءالرحمن ضياء   
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۱۲ - مه
هغه د IT مديران چې غواړي بريالى مديريت ولري، نو بايد د يوې پټې ځانګړنې څښتن واوسي. غوره مديران او يا هغه مديران چې بريالي پروګرامونه لري ددې مهارتونو څخه برخمن دي او ددې قابليتونو څخه ګټه اخيستنه کولاى شي يو ځانګړى سازمان او يا هغه شرکتونه يا ادارې چې دوى په کې کار کوي هغه د پرمختګ پر لور روان کړي. که څه هم د پټو ځانګړنو پر شمېر او څرنګوالي د نظر اختلاف شته، خو له هغې جملې څخه ځينې ډېر مهم او د IT مديرانو لپاره اړين دي.
١- د اړتياوو د ارزونې توان لرل.
ټول IT مديران اړتيا لري چې پوه شي څنګه د خپلې ادارې ضرورتونه چې د ټکنالوژۍ په دندې پورې مربوط دي ارزيابي. دا مهمه نه ده چې د مديريت په کومه کټګورۍ کې دي، بايد پر دې پوه شي چې رښتينې اړتياوې او اجرا شوي کارونه کوم دي، تر څو وتوانېږي پر سمو کارونو پيل وکړي. ډېرى مديران يوازې د IT د پروګرامونو په جوړولو او پراخولو بوخت وي او د سازمان د موخو د لاسته راوړلو او خاصو کارونو لپاره هېڅ کوښښ نه کوي. ځواب ورکونه او مسوليت منل کولاى شي د IT د مديرانو وړتيا ته پرمختګ ورکړي.
د ټکنالوژۍ د اړتيا وړ ارزيابي د IT له مديرانو سره د هغوى په پروګرام جوړونه کې ډېر مهم رول لوبولاى شي.
٢- د يو ليدلوري د ټاکلو وړتيا:
د IT يو بريالى مدير ددې لپاره چې يوه مطلوبه رهبري ولري بايد د سازمان هدفونه وپېژني او خپلو کارکوونکو لپاره يو ليدلورى وټاکي، چې ددې ښکارندوى وکړي چې غواړي سازمان او کارکوونکي په کوم ځاى کې قرار لري. دا مديران بايد مسوليت مننونکي وي او خپل ټيم د ټاکلي هدف پر لور هدايت کړي. هغه مديران چې ددې وړتيا لري چې يو ليدلورى جوړ او په ماهرانه ډول يې خپلو کارکوونکو ته توضيح او تشريح کړاى شي، کولاى شي  ډېر ښه کارونه سرته ورسوي، ځکه چې کارکوونکي يې د هغوى پيروي کوي. ددې ليدلوري  رسول کولاى شي کارکوونکي د سازمان ځانګړو موخو ته وفادار کړي.
٣- د يو پروګرام د جوړولو وړتيا:
کله چې کارکوونکي پوه شي چې په کوم ځاى کې غواړي واوسي، نو بريالي مديران پوهېږي چې څه ډول او کوم داسې پروګرام جوړ کړي چې هغوى هغه ځاى ته ورسوي او دا  د هغې موقعيتونو لپاره چې دوى په کې قرار لري د سمو لومړيتوبونو د ټاکنې په مانا ده. د هغو مديرانو لپاره چې غواړي لوړو موخو ته ورسېږي، پروګرام جوړونه يو اړين ټکى دى، خو ډېرى مديران په پروګرام جوړونه کې ماتې خوري او بيا د هغې په بدل کې کوښښ کوي چې ډېر کار ترسره کړي، پرته له دې چې وګوري سازمان يې د کومو کارونو د سرته رسولو توان لري. د پروګرام جوړونې د وړتيا په لرلو سره چې يو سازمان خپل هدف ته ورسېږي، مديران د ځواب ورکونې او مسوليت مننې پوړيو ته رسوي.
٤- د يوې ډلې د جوړولو وړتيا:
بريالي مديران د ډلې جوړونې په اهميت ښه پوهېږي، چې يوه ښه او کاري ډله جوړول د يو سازمان لپاره څومره ګټوره تمامېدى شي. يو بريالى مدير بايد پوه شي چې اوس چې کومه ډله موجوده ده څه ډول سمه او څنګه ورته برياليتوب ورپه برخه کړي، خو دا کار د يوې نوې ډلې د ښې جوړونې لپاره سرته ورسوي. هر بريالى مدير ددې وړتيا لري چې داسې يو ټيم جوړ کړي چې اوسني کارونه هم په ښه توګه سرته ورسوي او راتلونکې اړتياوې چې وړاندوينه يې کېږي د هغې په ښه توګه د سرته رسولو توان هم ولري، چې داسې يو ټيم د نويو کوښښونو او مبارزو لپاره اماده وي، ځکه چې  بريالي او مسلکي مديران اغېزمن شخصيتونه دي.
٥- پر زېرمو د تمرکز وړتيا:
د IT کارکوونکي متمرکز کول، پيسې او د ټکنالوژۍ زېرمې د يو سازمان د برياليتوب لپاره کليدي لومړيتوبونو څخه دي. د ټکنالوژۍ زېرمې بايد په هغو نوښتونو متمرکزې وي، چې د سازمان اړتياوې او هدفونه په کې نغښتې وي او بايد د تاديې وړ لګښتونه په کار واچوي. مسلکي او متفکر انسانان کولاى شي د هرې کچې اړتياوې تشخيص کړي.
٦- د پروژې د مديريت وړتيا:
د IT مدير د دندې اساس دادى، چې سازمان کولاى شي د پروژې لومړيتوبونه په داسې يوه بڼه سرته ورسوي، چې د وړاندوينې وړ وي. د اجرا وړ پروژو مديريت هماهنګ کول د هغو مديرانو لپاره اړين دي چې د برياليتوب انتظار باسي. د پروژې د مديريت د قوي مهارتونو څخه ګټه اخيستل د يو مدير د برياليتوب چانس پورته بيايي.
٧- د بدلون مديريت د عمليې د اجرا وړتيا:
ټکنالوژي په هغه طبيعي دليل چې لري يې، چټک بدلون ته اړتيا لري، د IT هر مدير ته لازمه ده چې پوه شي په څه ډول د اغېزمنو بدلونونو اجراکول درک کړي. که څه هم دا بدلون د يو شخصي کمپيوټر يا د يوې شبکې د يوې برخې يا د يو نوي پوستکالي په داخلولو کې وي. په اغېزمن مديريت کې ماتې د هر مدير تغيرات ناکاموي.
٨- د رهبرۍ او هڅوونې وړتيا:
د IT سازمانونه  تر هغې خپلو موخو ته لاسرسى نه شي پيدا کولاى، چې په سازمان کې هڅوونه ونه کړي. يعنې کارکوونکي خپلو کارونو ته وهڅوي. IT مديران کولاى شي چې خپل د حرکت تېزوالي ته پاملرنه وکړي او په قوي رهبرۍ او تخنيک سره کارکوونکي وهڅوي. تل هغه برياليتوبونه چې د نورو په پرتله نه شي کولاى دا کار سرته ورسوي لاسته راوړي. په نورو باندې کار سرته رسول د کليدي مهارتونو څخه يو مهارت دى چې د هر بريالي مدير اړتيا ده.
٩- د اغېزمنو اړيکو د ټينګولو وړتيا:
بريالي مديران کولاى شي د بېلابېلو کچو او هر ډول اشخاصو سره اړيکي ټينګ کړي. بريالى مسلکيتوب د اړيکو د ټينګولو په مهارت باندې ډېر زيات اغېز لري. د IT مديرانو هغه ډله چې په مسلکي برياليتوب کې لوى لاس لري، کولاى شي چې د هرې کچې کسانو لکه کارمندانو، کورني او بهرني مشتريانو او خرڅوونکو سره  په ښه توګه اړيکي ټينګ کړي.
١٠- د کړنو د پلټنې او څېړنې وړتيا:
د موخو تنظيم، ځانګړې کول او د کار د پرمختګ سنجش د يو IT مدير لپاره ډېر اړين دي. بريالي مديران ځانګړې اندازه اخيستنه لري چې هغوى او نورو ته وايي چې سازمان تر کومه حده ښه کار کوي او همدارنګه داسې طرحې برابروي چې د مديرانو هغه کارونو سره چې سازمان د پرمختګ پر لوري بيايي، مرسته کوي.
 
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.