|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

د بازار موندنې مديريت چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ژباړه: ضياءالرحمن ضياء   
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۱۶ - مه
د بازار موندنې لپاره بېلابېل تعريفونه وړاندې شوې دي. د فيليپ کاتلر چې ددې څانګې يو تکړه د نظر خاوند دى، په نظر بازار موندنه د انساني کړنو څخه عبارت ده، چې د بدلون د عمليې له لارې اړتياوو او غوښتنو ته د قناعت وړ ځواب ورکول دي، چې دا تعريف د بېلابېلو ابعادو لرونکى دى:
لومړى بعد يې (( اړتياوې او غوښتنې)) دي. د بازار موندنې د نظام اساسي رکن د انسان اړتياوې او غوښتنې دي. بشر د خپل ژوند د دوام لپاره غذا، اوبو، لباس او د اوسېدو ځاى ته اړتيا لري. هغه ډاډ، سولې، زده کړې او له دې جملې څخه د نورو خدمتونو  هيله لري. پيدا شوي توليدات د بشر اړتيا او غوښتنه ده. غوښتنه په بازارموندنه کې د اړتيا بڼه غوره کوي او تقاضا د غوښتنې د رفع کولو قدرت دى.
دويم بعد د پورته تعريف بدلون دى.  بازارموندنه له هغه وخته پيلېږي، چې يو شخص پرېکړه وکړي چې اړتياوې او غوښتنې چې د بدلون له لارې يې نوموي وړاندې کړي. په بدلون کې لومړى بايد:
لومړى: دواړه لوري وجود ولري، دويم: هر لورى بل لوري ته بايد يو با ارزښته شى ولري او درېيم هر لورى بايد د بل لوري د وړانديز منلو او ردولو اجازه ولري. د ازاد طبيعي بدلون عمل  دواړو لوريو لپاره د محسوس ارزښت د ټيټېدو لامل ګرځي.
درېيم بعد د بازار، د بازارموندنې مانا ده. د بدلون موضوع په طبيعي ډول بازار رهبري کوي. د بازار تعريف عبارت دى له (( د سيمه ييزو بدلونونو له قوې څخه))، خو ددې سيمې فزيکي کول لازم نه دي.
د بازار موندنې مديريت عبارت دى له (( تجزيې، څېړنې، پلان جوړونې، اجرا او د تعين شويو پروګرامونو کنټرول. د يو سازمان د هدفونو د لاسته راوړلو لپاره د علاقې وړ بازارونو ته د مطلوب بدلون برابرول دي.
که څه هم د سازمان ټول مديران د بازارونو له يو ډول سره سروکار لري، د بازارموندنې مديريت بازار ته د رسيدګۍ مسوليت دى او مشتريان د يو سازمان اخري محصول دى. د بازار موندنې د څېړنې مديران، د خرڅلاو د خدمتونو مديران، د محصول مديران، د بازارموندنې مرستيال، خرڅوونکي او د تبليغاتو مديران په يو سازمان کې د بازار موندنې رسمي دنده پر غاړه لري. هر يو له دې دندو څخه رسالت، هدف او ځانګړى مسوليت لري. ددې دندو د ټولو مديرانو کار عبارت دى له: تجزيې او څېړنې، طرح جوړونه او د هغه پروګرامونو اجرا کول، چې د ځانګړو بازارونو لپاره يې برابروي.

په ټوليزه توګه د بازارموندنې مديريت د پنځو اساسي اصولو لرونکى دى:
لومړى اصل:    توليداتو ته پاملرنه
په دې  اصل ولاړ دى، چې مصرف کوونکي د هغه محصولاتو غوښتونکي دي چې لاسرسى او د اخيستلو توان يې ولري، چې د دوو حالتونو لرونکى دى؛ لومړى هغه وخت دى چې د يو محصول لپاره تقاضا تر عرضې زياته وي، چې په دې حالت کې مديريت بايد د خپلو توليداتو د زياتوالي لپاره لارې چارې ولټوي. دويم حالت دادى چې که د توليداتو لګښت په لوړه کچه کې قرار ولري، نو مديريت بايد د توليداتو په زياتوالي کې د لګښت د کمولو لارې چارې ولټوي.
دويم اصل: محصولاتو ته پاملرنه
په دې اصل ولاړ دى، که چېرې مصرف کوونکي هغه محصولات چې ښه کيفيت او ښه ظاهري بڼه ولري  واخلي، نو په دې اساس سازمان بايد خپله ټوله انرژي د محصولاتو په ښه کيفيت او په توليداتو کې نوښت ته ځانګړې کړي.
درېيم اصل: خرڅلاو ته پاملرنه
په دې اصل ولاړ دى، کېدى شي مشتريان ډېرى محصولات وانه خلي، تر هغې چې د خرڅلاو او تبليغاتو لپاره يو پلان او د پام وړ فعاليتونه صورت ونه نيسي. په دې رويه کې ډېر خطر وجود لري او د تل لپاره د مشتري له لاسه ورکولو احتمال هم شته. په دې ځاى کې خرڅلاو اساسي رول لري او مشتري د دايرې په دويم مقام کې مهم دى.
څلورم اصل: بازار موندنې ته پاملرنه
په دې اساس دى،  د هر سازمان اصلي دنده د اړتياو، غوښتنو او د هدف د بازار ارزښتونو تعينول دي او سازمان بايد له خپلو رقيبانو څخه په موثره او ګټوره توګه خپل توليدات بازار ته وړاندې کړي.
پنځم اصل: ټولنيزې بازارموندنې ته پاملرنه
دا اصل ددې غوښتونکى دى، چې بازار موندونکي بايد د لاندې لاملونو توازن وساتي: د هدف د مشتريانو غوښتنې، د هدف د مشتريانو د اوږدې مودې ګټې، د ټولنې د اوږدې مودې ګټې، د اوږدې مودې لپاره د يوه سازمان سرمايې ته ګټه رسول. د ټولنيزې بازارموندنې فلسفه کوم چې تاکيد کوي ، بازار موندونکي نه يوازې دا چې د مشتريانو غوښتنې په پام کې ونيسي او د خپلو ګټو په فکر کې شي، بلکې د نورو خلکو غوښتنې چې د شرکت د کړنو سره تړاو لري هم په نظر کې ونيسي او هغې ته متوجې وي چې د يو لوى ټولنيز سيسټم په داخل کې فعاليت لري او نسبت غير مشتريانو ته هم مسوول دي.
په اخر کې د يادونې وړ ده چې په بازارموندنه کې دا ټکى بايد له ياده ونه باسو:
(( محصول بايد خرڅ شي، نه دا چې واخيستل شي))
 
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.