|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

د ادارې د دې دوو لغتونو تر منځ توپير څه دى؟ چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
روح الله وفا   
نېټه : پينځه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د کب ۲۰ - مه
اډوايزر او كانسلټينټ:

ډېر ښه ځواب:
اډوايزر: تاسو ته انتخابونه ښيي او په تاسو دا سپارښتنه نه كوي چې څه بايد وكړئ.
كانسلټېنټ:تاسو ورته خپل متن وړاندې كوئ او دوى دا سپارښتنه كوي او معمولا پدې كار كوي چې څنګه ورته تر ټولو ښه حل پيدا كړي د بېلګې په توګه ستاسو د كاري ماحول د اى ټي ستونزې.
همدارنګه ويل كيږي چې كانسلټينټ ډېره اجره اخلي، ځكه دوى تر نورو ډېر مسؤليت لري، او هم د دوى تر لاس لاندې كسانو د كارونو د ترسره كولو مسؤليت لري، هم يې كاري پروسه تر ډېرې جدي څارنې لاندې نيول كيږي، كه په كاري پروسه كې يې كومه ستونزه پوي  نو مسؤل خپله دوى دي ځكه  همدا پروسه د دوى په مشوره په مخ ځي.
اډوايزر: يوازې وايي دا زما نظر دى، له هغوى نه تاسو يوازې نظر اخلئ او په كاري پروسه كې يې نوموړى شامل نه وي.
كانسلټېنټ: تاسو ته مشوره دركوي، او ستاسو سره د ستونزې په حل، د كار تر پايلې او د موخې د ترلاسه كولو تر وخته  پورې مو تر څنګ ولاړ وي.
اډوايزر: يوازې تاسو ته مشوره دركوي، چې څنګه دا موخه تر لاسه كوئ، څنګه د فورمه ډكوئ، څنګه ماليه وركوئ، څنګه له يو ځاى څخه بل ځاى ته ځئ، همدارنګه اډوايزر تاسو ته دا مشوره در كوي، چې څنګه د مهاجرت فورمه ډكوئ، څنګه د ماليې فورمه ډكوئ، او ستاسو دا فورمه د دوى په مشوره په خپله ډكوئ، دا نو په تا ده چې دده خبره تر كومه بريده منئ.
كانسلټينټ: ستاسو په  اختيار كې دى، نوموړى د ټولى مشر حيثيت لري نوموړى يې ترلاس لاندې كاري ډلې ستاسو د هيلو د موخو د ترلاسه كولو لپاره كار وكړي، تاسو كاري ډله نه رهمنايي كوئ، دا نو په كانسلټينټ ده چې څنګه او په څه ډول كاري ډله وګوماري چې ستاسې موخې ترلاسه شي، ستاسو طبي كانسلټينټ كولاى شي دا تصميم ونيسي چې څنګه  ستاسو د ناروغۍ درملنه وشي، خو يوازې دا ورته اړينه ده چې ستاسو رضايت ولري يانې كه تاسو وغواړئ چې كوم وكړي نو نوموړى يې بيا مسؤل دى.
اډوايزر ستاسو لپاره ستراتيژي وړاندې كوي او كانسلټينټ بيانو ستاسو اوامر په ځاى كوي او اډوايزر متخصص ندى، اډويزر مشوره وركوي، چې د مشورې وركول يې دنده ده.
كولاى دا ووايئ چې كله مونږ د كانسلټنټ كلمه استعمالوو او كله مونږ د اډوايزر؟
لكه څرنګه چې زه پوهېږم، اډوايزر يو مسلكي كس دى، څوك چې په سياست او د حكومت په چارو كې ونډه اخلي، او كانسلټينټ بيا نو خپله يو كاري متخصص دى څوك چې خپلو تر لاس لاندې وګړو لپاره كاري دندې سپاري او پايله يې ترې ترلاسه كوي.
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.