|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

مورې / محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی   
نېټه : اونۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د کب ۰۱ - مه
چې د منډ خاورې مې تل ستا ښکلولی

که مې تيږې له تورغره راچلولی

لکه شمع سوزيدلی ستا په مخ کی

پټه خوله مې تياري رڼا کولی

په اغزيو مې منزل وي يا کوچنی وي

دم ګړۍ دې د ژوند لاره راښوولی

په دنيا کې مې بل کار او کسب نه وی

په عمل کې مې ستا زړه خوشالولی

کوڼ او ړوند وی له نړۍ نه خير نه وی

تل ماشوم وی ستا په غيږ کې لوبیدلی

يا خو زه نه وی پيدا غم به دې کم و

يا دې زه په هسې شان نه وی روزلی

تا تعليم راکړو چې تور له سپينو بيل کړم

تا دژوند په لاره سم کړم نازولی

اوس چې چارو د ژوندون کړله راپيښه

چا تومت د خوږې مينې راتړلی

ستا خدمت مې په ژوندون تر سره نه کړو

تل مې ستا مهربان زړه ازار ولی

مورې ته د مورولۍ په ترحم

خدای ته ووايه چې زه د ي يم تا بخښلنی

که مې ونه بخښې مورې مخ تورن يم

په محشر به ملامت يمه رټلی

زه به ستا اوښکې تر مرګه هيرې نه کړم

کاش چې ته مې تګ راتګ ته خند ېدلی

خدمتګار په زړه کې تل هيله لرله

چې خدمت مې په ټول عمر ستا کولی

هيلی يادونه او منزلونه 

د محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی د  

شعرونو مجموعه
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.