|| خبر } ولسمشرکرزي دحامد نوري وژنه وغندله   || خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه   || خبر } د کډوالو چارو وزير زوى لا تراوسه نادرکه دى
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني

سپرلې سپرلې وطن / سمیع الدین افغاني چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
سمیع الدین افغاني   
نېټه : اونۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۱۰ - مه
موسم دســــرو ګلونــــو نو بهــــار مې را پــــه زړه  شي
شيبې خــــواږه وختـــونه د د لــــدار مــې را په زړه شي

شعــــلې چې ېې دحسن او ښکلا هر لور خپرې وی
هغه ښکلې ساقي اوسپين رخسارمې راپه زړه شي

پرون چې وه پرديس نن ها خيــــالونه مې کوربه دي
ښايسته ښايسته باغونه  ننګرهارمې راپه زړه شي

په مــــينه او اخلاص چې د هر لوري ورته درومي
جنډه دســــخي جان ښکلی مزار مې را په زړه شي

قندهار کلي بانډي او د ميلو په جــــم او جوش کې
باغونه د انــــګورو ، ســــره انار مې را په زړه شي

غزنــــي کې هــــم پراته دي رسيــــدلــــي زيارتونه
د خوږ وطن تاريــــخ او افتخار مې راپه زړه شي

پامير پــــه جګه غاړه د اسيا يوهسک غرور دی
سپن غر لمنې سرې شي  لاله زار مې را په زړه شي

 علــــما هـم د وطــــن زمــــوږ  د پوهــــې پسرلې دی
هرات کې عالم پوه خواجه انصار مې را په زړه شې

بادغيــــس پـــه وچــــو دښتو او د للمو په تــــپو کې
هغه لوی لوی ځنګلونه پسته زار مې راپه زړه شي


بانــــډي هــــا کلا ګــــانې پــــه دره د اليشنګ کې
تګاب ، نجراب  راواخله ګلبهار مې را په زړه شي

لغمان مو هم ډير ښکلی طبيعت شي په سپرلي کې
ښايسته عمر زائي او الــينګار مې را په زړه شي
---------------------------------------------------

سمیع الدین افغاني
٢٧  -  ١  -  ٢٠١٠
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.