|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

جنتي خوب / سميع الدين افغاني چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
سميع الدين افغاني   
نېټه : اونۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د کب ۱۵ - مه
د ښاغلي اټک   يوسفزي  د (کرجي  بابا) د ليکنې پر بنيا د

ماويل جنـــت مو د پښــتو ډک شو
په خــوږو ژبــــو پښتنـــو ډک شو

ځای د پښود ايښـــودوکـــم دی
په احـــمـــد زو او درانو ډک شو

هلته  ځاځي او هم ساپي وينمه
د پوپل زو او  نورزيو ډک شو 

دلته مسود او ابـــدالي قـــامونه
په ميړنـــيو يوســـف زو ډک شو

ګورۍ چې ټول کړي په پښتوخبرې
د پښتونــخوا پـــه پښتنو ډک شو

دا دی سيـــد عبدالخالـــق وګورۍ
پــــه ماشومانـــو او زړو ډک شـــو

کوچني ماشوم مې غوږکې ورووويل
زموږ د کلي پــــه ځلمــــو ډک شو

ويل چې کرجې بابا دلې واستول
زموږ په خواخوږو او پلرو ډک شو

ماشوم کرجي  کرجي  نارې وهلې
ويل د کرجي بابا د کــــړو ډک شو

ها د شين ډنډ جنتيان هم دلې دي
ويل دحــــاکم په  فـــرمانو ډک شو

ماشوم لـــوی  ورته   اشاره وکړله
ويل انتظار د لوی صفو ډک شو

شاوليکوټ پښتانه هم رادرومي
 هــــغو بــې وسو په بچو  ډک شو

دا د فــراه او د شينډنډ ځامن دي
دا دهـــغو کلـــو بانــــډو ډک شـــو

ماته شهــــيدې پښتــنې وويلې
دزور واکانو په ظلمو ډک شول

ما ويل چــې زه هم جنتي شـوم ربه
څه د ځــان مـــرګو په حملو ډک شو

ډيربيا چارو اکو په عــــزت ليـــږلي
څــه يې پـــه مکر  او پلـــمو ډک شو

پېغلې شــهيدې راته داسې ويل
زما د واده پــــه ميـــلمنو ډک شو

دا رنګينه جامـــې مې نـه ګورې ته
زما دخاوند په وينو سرو ډک شو 

ناڅـــاپه غږ اوغړمبهار  شو پورته
کـــور دهنــــدارو او ګـــردو ډک شو

ګورم چې لرې دخپل ځايه پروت وم
زړه نــــا اميــده له سلــــګو ډک شــــو

ما مې د کور خلکو ته غږ پورته کړ
غــږ مـــې دزړه په لـــرزيدو ډک شو

زموږ ه لـــوی اوسنــــــدريـــز ه  کلـــی
  اوس پـــه نارو اوپـــه سوروډک شو 

زماحواس ټول پريشان ښکاريده 
چې ټــــول بــــدن مې دخولوډک شو

اوس هم هغه  وحشې غږونه اورم 
کــــلی موټول له تور  لــــوګو ډک شو

ربــــه پــه موږ څـــه حالتونه دي نن
زمــــوږ وطــن پــــه اديـــرو ډک شو
------------------------------------
سميع الدين افغاني
٥ - ٣  -  ٢٠١٠   م کال-جرمني


 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.