|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

کرزی د طالبانو د ملاتړ د حاصلولو پلان لري چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۱۳ - مه
کرزی طالبانو ته د مځکې ، روزګار ، او تقاعد د برابرولو  په وړانديز  سره د هغوي د ملاتړ حاصلولو پلان لري .

سرچېنه او نيټه : ګارډين  ـ جنوري    ۲۰۱۰
ليکونکی : جولين  بارګر د لشکرګاه څخه
‌‌ژباړه او لنډيز : نوروهاب   څپاند

افغان ولسمشر هغه پلان اعلان کړ چې په هغه کې طالب جنګياليو ته د روزګار ، ښوونې او روزنې ، تقاعد او د مځکې‏ د برابرولو وړانديز شوی دی .

حامد کرزی غواړي د افغانستان په باب د لندن د کنفرانس څخه وروسته په پيل کېدونکي اونۍ کې د ملي روغې جوړې او په ټولنه کې د بيا ورګډيدو يا انټزګريشن د پلان په عملي کولو پېل وکړي . هغه تر فشار لاندي راغلی وو تر څو د کنفرانس څخه وړاندي د خپل پلان تفصیلات اعلان کړي ، چې د نړيوالو ملاتړ کوونکو حمايت ترلاسه شي .

افغان ولسمشر همدارنګه وعده کړي چې د سولې نوی کنفرانس  يا لويه جرګه راوبولي او د هغو باغيانو لپاره چې د هېواد د اساسي قانون له مخې لوړي کولو ته تيار دي ، د هغوی په هکله د خپلي بلني د موقف بيا څرګندونه وکړي .

ديويد ميليبند وعده کړې چې دا موقف به نړيوال ملاتړ خپل کړي .

د بهرنيو چارو سکريتري کله چې د کنفرانس لپاره د تياری په موخه له افغانستان څخه ليدنه کوله د ګارډين اخبار ته وويل : « موږ د افغانانو له لوري خوزښت ته سترګې اړوو چې هغوی څه ډول قانوني ميکانيزم تعقيبول غواړي ، همدارنګه موږ په نړۍ کې د خپلو همکارانو سره په نږدې خبرو اترو کې يو او غواړو له دې لارې څرګنده کړو چې زموږ پلان په ټولنه کې د ور ګډيدو يا انټګريشن لپاره  يو حياتې پلان دی .

کابل له پخوا څخه د هغو کسانو لپاره چې د طالبانو له ملاتړ څخه اوښتې په ټولنه کې د بيا ورګډيدو لپاره روانه پاليسي وړاندې کړې . څرنګه چې دا پروګرام په ناسمه توګه او ښکته کچه تمويل شوی او په ټوټو  ، ټوټو عملي شوی ، له دې کبله دا پلان پاتې راغی او د ټولو هغو جنګياليو برخه يې نه ده احتوا کړې چې خپلي وسلې په مځکه ږدي .

افغان مامورين وايي چې د کابل حکومت د خپلو تېروتنو څخه زده کړه کړې او وعده کوي چې پلان به زيات هراړخيز وي ، په ځينو حالاتو کې ښايي هغه طالبانو ته نوی ژوند ورکړي  .

دا نوښت چې د روزګار ، د کښت لپاره د مځکي ، د ځوانو جنګيالو لپاره د ښوونې او روزنې  او د هغو باغيانو لپاره چې د پاخه عمر خاوندان دي او په تېرو دري لسېزو کې جنګېدلي د تقاعد دبرابرولو موارد لري، لا د وخته ابوظبې کې  غربي ديپلوماتانو ته وړاندي شوی. همدارنګه دامجموعه به د هغوي څخه د بدل د اخستنې په برخه کې د هغوی ملاتړ وکړي .

هغه مامور چې د پلان په اړه مالومات لري وويل : « داسې شواهد تر سترګو کېږي چې د باغيانو زياته برخه ستړې ده او يوې معاملې ته تياري کوي . دوی د هغو عربو څخه په تنګ راغلي چې په القاعده پوري تړلي دي  » . مامور زياتوي « هغوي ته سياسي اشاره ورکول بايد روښانه وي او د مصونيت ضمانت يې هم وشي » .

د نوښتونو مجموعه به د ځانګړو اشخاصو پر ځای په هغو ټولنو تمرکزوکړي چې په جلا والي کې پاته دي  . په کليو کې  به هغو ډلو ته چې د هغوي زامن د جګړي د ډګر څخه بېرته کورونو ته راستنېږي ډاډګېرنه ورکړل شي . داسې اټکل کېږي چې دا ډلې بايد دومره پياوړتيا ولري چې خپل امنيت خوندي کړلاي شي او ددې احتمال يې لږ شي چې طالبانو ته د ورګرځېدو لپاره زړه ښه کړي .

يوه ديپلومات چې د نوم د ښودلو څخه يې ډډه کوله په کابل کې وويل : دلته يو لړ اندېښنې شته چې ښايي د طالبانو سره د ځېنو افغانانو ډډه ونه لګېږي او په جلا پاتې کېدو کې ژوند کولو ته ترجيح ورکړي . د هغه په خبره « دا د قومونو په مېنځ کې يو موقتی او تلافې کېدونکی عمل دی » .

تورن جنرال  سر ګريم  لمب  د برتانيا د ځانګړو پوځونو پخوانی قوماندان چې د ايساف د ځواکونو له پلوه يې د ملي پخلاينې پروګرام مخته بيولو ، هغه په ټولنه کې د بيا ورګډيدو د پروګرام په جوړولو او نقشه کولو کې مرسته کړې ده.

د ايساف جګپوړي مامورين عقيده لري چې دا نوښت لږ وختي په لاره اچول شوی او موخه داده چې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو د بېړنې ډيريدو د اغېزو څخه ګټه پورته شي .

امريکايې ديپلوماتان انديښنه څرګندوي ، افغان دولت چې خپلو خلکو ته د خدمتونو په رسولو کې وړتيا نه درلوده  ، ښايي يو ځلې بيا ثابته کړي چې هغه دداسي پېچلې دندې د سرته رسولو توان نه لري .

افغانستان او پاکستان ته د امريکا ځانګړي استازي  ريچرډ  هولبروک وويل : اوسنۍ هڅه به د پخوانيو هڅو څخه توپېر ولري . هغه زياته کړه  « حالت له دې څخه نه شي خرابيدلاي » .
 
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.