|
په بېنوا کې د ميدانښار د والي کمپياني غونډه |
|
|
|
شهلا وردګ
|
|
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۹ - مه |
|
په بېنوا ويبپاڼه کې د وردګو ولايت په مرکز ميدانښار کې د والي لخوا په معلولينو او معيوبينو او د شهيدانو په کورنيو باندې په يوځاى د يو کال د امتيازونو دوېش په اړه يو رپوټ خپور شوى دى. دا رپوټ د والي وياند چې ځان شاهدالله شاهد ښيي ليکلى او بېنوا ويبپاڼې ښه په درز خپور کړى دى. راځئ لومړى دا وپوښتو چې والي دکوم واک او صلاحيت له مخې د ټول کال امتيازونه په يو ځل په مستحقو کسانو باندې وويشي. که دا امتيازونه د تېر کال وي بيا دا پوښتنه بايد وشي چې تېر کال دا امتيازونه ولې ندي ورکړل شوي او که د ١٣٨٨ کال امتيازونه وي نو د دې کال خو يوازې درې مياشتې تېرې شوې او څلورمه لا په وتو ده. دوردګو والي فدايي صيب دا هم بايد څرګنده کړي چې دشهيدانو او معلولينو په دغه ډله کې څومره د ده دواکمنۍ او امريکايي پوځونو د خپل سرو عملياتو قربانيان وو؟ په هر صورت دا غونډه او دا مراسم داسې تصادفي نه دي جوړ شوي په دې فکر شوي چې څنګه کولاى شي دکرزي په ګټه ټاکنيز کمپاين وکړي تر څو له دې لارې د معلولينو او معيوبينو پام يو ځل بيا دکرزي په لور واړوي. که داسې نه وي او داغونډه دکوم بل مقصد لپاره جوړه شوې وي نو ځواب ويکونکي دې خلکو ته قناعت ورکړي. زه غوښتنه کوم چې د وردګو ولايت مسولين چې کباب کړي چرګان او سرې کړې د پسونو غوښې ورته کتار وي، ځواب د ورکړي. والي ويلي چې د شهيدانو له آرمانونو سره جفا کيږي او دغو شهيدانو چې کوم ارمانونه درلودل هغه نه دي پوره شوي. زه پوښتنه کوم چې آيا زمونږ د يو نيم ميليون شهېدانو آرمانونه دا وو چې په خاوره اوټاټوبي يې دې سره يهود مسلط وي او اپرچونيست کسان دې د واک په ګدۍ ناست وي؟ او که زمونږ د شهيدانو آرمانونه داووچې افغانستان دې خپلواک، آزاد او د کفارو له شره خلاص وي، خلک دې خپل سوړسک له شړمبو سره په خټينو کورنو او يا هم تر کېږديو لاندې وخوري خو چې د کفارو سيورى دې پرې نه لګيږي؟ دا به لوستونکي قضاوت کوي چې چا د شهيدانو له آرمانونو سره جفا وکړه او څوک دي چې دغې کرغېړنې جفا ته دوام ورکوي. يو چا ر اته ډېره په زړه پورې کيسه کوله. کيسه داسې ده چې د يو شهيد ميرمن چې کله د هغه قبر او مزار ته د دعا لپاره تله نو ځان او مخ به يي په پړوني کې تاو را تاو کړل . يوه ورځ دغه ميرمن چې له دعا وروسته د خپل شهيد خاوند له قبرنه د کور په خوا ستنه شوې نو کليوالو ميرمنو ځني پوښـنه کړې چې پلانۍ مونږ اوتاسو خو په يوه کلي او يوه کوڅه کې اوسو دلته خو پردي او نا اشنا کسان هم نشته چې ځان او مخ دې دومره پېچلى دى داولې؟ پوهيږئ د مېرمنې په ځواب کې څه ورته ويلي؟ دې ځواب ورکړى چې ماته مې خاوند له شهادت وړاندې اسلامي سپارښتنه کړې چې او راته ويلي وو چې مخ به دې پټ ساتې. زه فکر کوم چې زمونږ شهيدانو د دې لپاره ځان نه دى قربان کړى چې په ميدانښار کې دې پښتنې پغلې او مېرمنې دوالي په مراسمو کې له سرو امريکايي سرتېرو سره يوځاى برخه واخلي. بس وردګو دوالي مطلب او انګېرنه له دموکراسۍ اوولسواکۍ هم داده. تر کومه چې دوالي په اړه معلومات راسره شته هغه د پکتيکا ولايت د يوې لرې پرتې ولسوالۍ دى. کورنۍ يې هم دومره د موکراته نه ده لکه دى چې په غوڼدو او محفلونو کې د دموکراسۍ په اړه مفصلې ويناوې کوي.لنډه داچې زه ډاډه يم چې په ميدانښار کې د دغې غوڼدې د مراسمو امنيتي تدابير به هم د امريکايي سرتېرو له خوا نيول شوي وي. دبينوا ويبپاڼې له مسولينو څخه دوستانه غوښتنه کوم چې لومړى خو دا بې مفهومه او غولونکى راپور له خپلې پاڼې لرې کړي او په راتلونکې کې په داسې بې معنا مطالبو دخپلې پاڼې ارزښت د خلکو ، لوستونکو او مينه والو په وړاندې را کم نه کړي. بل داچې لږ تر لږه هره پاڼه او بايد يو داسې څوک په دنده وګوماري چې پاڼې ته ورغلې ليکنې، رپوټونه او خبرونه تر نظر تېر کړي او په تشو او بې معنا کرښو خپله پاڼه ډکه نه کړي. د ميدانښار په اوسنۍ امنيتي حالت خو اوس نړيوال او آن د ملګرو ملتونو عمومي منشي اندېښنه څرګندوي . بانکې مون وايي چې د دوى په جدول کې له وردګو ولايت سره کرښه تاو ده او دا اعلان په نړيواله کچه کوي. خو زمونږ فدايي صيب ته خپل چرګان او دپسونو غوښې ورسيږي او ور سره يي څور وروڼه چې څوک به پرې چوپانې هم ونه کړي خو ده په وردګو کې له ځان سره ښه بسيا کړي دي، ځکه چې خداى ورکړې او دوردګو والي دي او وخت دې کمپاين.
This email address is being protected from spam bots, you need Javascript enabled to view it
|