|| خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه   || خبر } د کډوالو چارو وزير زوى لا تراوسه نادرکه دى   || خبر } دایران سفارت دټاکنو خپلواک کمیسون ته شکایت وکړ
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني

په افغانستان کې جګړه [درېمه برخه] چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
مېونداشنا   
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۱۶ - مه
Strike  Against  Terror
پر
War in  Afghanistan
اوښتی دی
 د  Strike  Against  Terror  پر پلمه  په کال ۱۹۹۸ د شلم اګست په شپه يوه امريکايي جنګي الوتکه  له عربي سمندرګي نه والوته چې په کروزمیزایلوسمبال وه  او د پاکستان په پټه  مرسته يې د پاکستان  له هوايي ليکې نه افغانستان  وویشت او تر دېرشو پورې يې بې ګونا افغانان شهیدان کړل خو وروسته امريکا خپل ځان داسې سپين کړ چې موږ دا بريد پر افغانانو نه بلکې پر عرب ترهګر بن لادن کړی دی چې په افغانستان کې  طالبانو ځای ورکړی دی او له  همدغه ځايه پر موږ غلچکي بريدونه کوي  .
له دې بريده مخکې طالبانود پاکستان  د وسلو ،بمونو،کارتوسو، او بېلا بېلو  جنګي توکو په ازمولو افغانستان لوټې لوټې کړی وو چې وروستی ازمېښت يې د باميانو پر بوتانو وکړ خودا لومړی ځل وو چې امريکا ته د خپلو جنګي توکو د ازمولو وار په ګوتوورغی  او ترننه لګياده رنګا رنګ وسلې ازموي  .
دا چې اوس امريکا او ملګري يې طالبانو ته (تش د سولې په نوم په بدل کې )د پېسو خبرې هم کوي دا کومه نوې خبره نه ده بلکې  ٩ کلنه زړا خبره ده  .....
Either  you  accept  our  offer  of  a  carpet  of  gold, or  we  bury  you  under  a  carpet  of  bombs
یانې تاسې(طالبان)  زموږ دا د سروزرو باران پر ځان ومنئ که نه نو د بمونو باران به درباندې وکړو.
((په کال ١٩٦٤ز کې امريکا پر وېتنام ٥ لکه او ٤٣زره پوځيان  ورغورځول  او پوره ١٤ کاله يې پر وېتنام  دومره خونړۍبمباري وکړه چې د يوۀ وېتنامي مشر په خبره  په شمالي وېتنام کې امريکا دومره بمباري کړې وه چې په پټوکې د مېوې دانې پر ځای هلته په پټوکې د وسپنې بزغلي  راشنۀ شول او امريکايي پوځي مشرانو هم وايي چې په وېتنام کې موږ داسې ځای نه دی پرېښی چې هلته موږ کارپېټ بمباري نه وي کړي کارپېټ بمباري يانې د بمونو قالين  غوړول  چې دا د بمونوقالين خبره  امريکايانو د وېتنام له وخته  په جنګ کې رواج کړې ده  .))
د امریکا په نیویارک ښار کې هغه ودانۍ (ګانې) داسې لیدل شوي دي او ویل شوي دي چې یو څو مسلمان ځوانانو چې سم د الوتکو په الوتلو هم نه پوهېدل خو په ١١ سېپتمبر ۲۰۰۱ زکال کې یې د امریکا امنیتي نظام ته یوه شرمونکې ماتې ورکړه او مسافر وړونکي الوتکې یې د وسلې په توګه وکارولې چی په څلورو الوتکو کې یې درې پر نښه شوي ځائیونو وروغورځولې او تر ٣٠٠٠پورې امريکايان يې هم پکې لدې نړۍ  نه ورک کړل خوداسې لاسوندونه  هم شته چې د الوتکو په ورغورځولو کې دولتي کسان(د بوش کابینه) ښکېل وه او دا هر څه په یوۀ سنجول شوي پلان تر سره شوي دي چې همدغه پلان شوې ډرامه  پر افغانستان د يرغل  پلمه شوه  .
مېونداشنا
پينځنۍ د ١٣٨٨ ل کال د سلواغې ١٥
د٢٠١٠زکال د فبرورۍ ٤
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.