|| خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه   || خبر } د کډوالو چارو وزير زوى لا تراوسه نادرکه دى   || خبر } دایران سفارت دټاکنو خپلواک کمیسون ته شکایت وکړ
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني

نړۍ مه تهديدوئ چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ژباړه : عبدالرحمن فرقاني   
نېټه : اونۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۱۷ - مه
      دير مسلمانان د نړۍ سره د دښمني پاللو عجيب قدرت لري , د مثال په توگه په عربي  اواسلامي نړۍ كى د بعضو هيوادونو په سياسي خطاب كى دنړۍ لويو هيوادونو ته ګواښ اوتهديد نغښتي وي , حال دا چى دا هيودادونه دومره بيوزله اوناتوانه دي , چى خپل ملتونو ته ډوډۍ , پټرول ..... او د خپلو ملتونو څخه د بيسوادۍ توره تياره نشي پورته كولي , چه موده وړاندي د العربيه تلويزوني چنل څخه مي د يوه اصلاحي ايراني مفكر نه واوريدل چى دخپل هيواد دنظام په هكله ئي په تمسخر آميزه ډول ؤ ويل : نه پوهيږم چى دا زموږد مرګ ويلو لست به چيرته پاي ته ورسيږي ؟ زموږ نظام دمرگ ويلو پيل د امريكا څخه وكړ , بيا ئي پر اسرائيل باندي مرګ ويل اضافه كړل , بيا ئي په بريتانيا باندي شك پيدا شو او پربريتانيا باندي مرګ شعار پورته كړ , او كله چى د فرانسيه يوى ورځپاڼى د ايران د مظاهراتو رپوټونه خپاره كړل نو ئي په فرانسه باندي مرګ ووي , اوكه روسيه د ايران په هكله دبنديزونو اړوند د ويتو حق استعمال نكړي نو د روسيه په ضد به مرګ وويل شي , او كيدي شي چى نور هغه هيوادونه د مرګ په لست كى ورزيات شي چى دامريكا سره ښى اړيكى لري , او په پاي كه به ووائي چى مرگ پرنړۍ .

      آيا دا عقلونه په ريښتيا د ځان احترام كوي پداسي حال كى چى دوي داسلام شعار پورته كوي , او اسلام انسان دى ته رابولي تر څو دښمن په ملګري او دوست واړوي , قال تعالى: « ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ»، وقال تعالى: «عَسَى اللَّهُ أَنْ يَجْعَلَ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ الَّذِينَ عَادَيْتُمْ مِنْهُمْ مَوَدَّةً»  او بعضي امامان په تلويزوني چنلونو كى دعا كوي : يا الله (ج) بهودان اوهغه څوك چى ورسره يهوديت كوي هلاك كړي , يا لله(ج) نصارا اوهغه څوك چى ورسره نصرانيت غوره ګڼي هلاك كړي , يا الله (ج) مجوس او هغه څوك چى ورسره مجوسيت كوي هلاك كړي , يا الله (ج) بودايان او هغه څوك چى ورسره بودايت غوره ګڼي هلاك كړي , يا الله (ج) چينايا ن او هغه څوك چى ورسره چينايتوب پالي هلاك كړي او د دعا كړۍ دومره تنګه شي چى هيڅوك ورنه پاتي نشي پرته د دى د كوڅي له خلكو څخه اوبعضي امامان خو داسي دعا پورته كوي چى د الله تعالى څخه دلوديځ داقتصاد نړيدل غواړي او د وبا او مرضونو مسلطيدل ورباندي غواړي موږ بايد پوه شو چى د دوي او زموږ اقتصاد ګډ دي او مرضونه موږ ته هم رسيدلي شي , ځكه چى موږ ټول په يوه نړۍ كى ژوند كوو .

      او بعضي خو دعا دومره عامه كړي , چى ټول كفار پكښي شامل كړي , كه هغه تجاوزګر وي اوكه بي ګناه , سره لدي چى هغه چا چى ټليفون جوړكړئ دي , هغه چا چى ميكرافون په جوماتونو كى جوړ كړئ , هغه چا چى د انترنت سيستم جوړكړئ , هغه چا چى بريښنا جوړه كړى ده , هغه چا چى  الوتكه جوړه كړى ده , او هغه چا چى................ او په خپلو دفترونو كى په خپلو علمي څيړنو بوخت دي ټول كفار دي , او موږ لا تراوسه دغفلت وخت تيرو , ولي زموږ بعضي خلك دنړۍ سره دښمني ته تيار دي او دګواښ اوتهديد شعارونه پورته كوي , او د آبادي نړي نړيدو ته دعا ګاني كوي ؟ , آيا دا داسلام تګلاره ده ؟ آيا دا د دين منطق دي ؟ آيا دا د عقل سره سمون لري ؟ او كه دا په ريښتيا حماقت دئ ؟ اوكه دا اصلي بي عقلي ده ؟ موږ دى ته اړتيا لرو تر څو نړۍ ته اطمئينان وروبښوو , او خپل ملګري او دوستان دير كړو او د ټكر او تصادم مخنيوي وكړو , ځكه چى زموږ رسالت نړيوال رسالت دي , هغه رسالت چى پكښي رحمت , امن او سلام دي , قال تعالى: «وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ»  .

او بعضي چى په خپلو بيوزله اوبي واكه ملتونو كي بيانه وركوي , نو عسكري دريشي به واغوندي , او داتلوالي نښانونه په ټټر باندي ټينګ كړي , او داستقلال تاج به ئي په سر وي , حال دا چى په هيڅ يوه نظامي جگړه كى به بريالي شوي نوي , اوخپل هيواد به ئي تر استعمار لاندي راوستي وي , او د اورڅخه ډكه بيانيه به وركړي , دنړۍ هيوادونو ته به د اور او بربادۍ ګواښونه وركړي او په خپل هيواد باندي به ئي بيوزلي اوفقر مسلط وي , هيڅ راز برئ به ئي نوي ليدلي , او په دنيا اوآخرت به شرميدلي وي .

      اى مسلمانانو : ليكوالانو , علماوو , سياست پوهان , خطيبانو , .....نړۍ ته عاقل ,راشد او مسؤل خطاب وړاندي كړئ هغه خطاب چى بشر ته د رحمت شفقت نرم كردار څخه ډك وي , او دا بيځايه شعارونه او وهمي لاسته راوړني او  ناكامي څخه پاك وي , نور دا راز چلند بس دي دا يوازي د رواني مريضانو سره مناسب چلند دئ , زموږ شريعت د غير مسلمينو سره په رحمت او نرم چلند ټينګار كوي كه چيري دوي زموږ سره جنگ نكوي , «لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ»

خو بعضي د موږ څخه د خپل حماقت په پايله كى مسالمى نړۍ ته ګواښ متوجه كوي حال دا چى دوي په خپله خاوره كى له مسالمت آميزه ډول ژوند كولو څخه عاجز وي .   
  ليكنه : عائض القرني
 ژباړه : عبدالرحمن فرقاني
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.