|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

ملګري ملتونه د طالبانو سره په پټو خبرو لګيا دي چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۱۴ - مه
سرچينه او نيټه  : ګارډين   جنوري  ۲۰۱۰
ليکونکی : جولين   بارګر
ژباړه او لنډيز : نوروهاب   څپاند



طالب قوماندانانو د ملګرو ملتو د استازي سره په دې مياشت کې پټي  ګرويږونکې خبري پيل کړي . دا اوس څرګنده شوله .

د طالبانو د « کويټې شورا »  سېمه ايزو قوماندانانو هڅه کړي چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي  کيې  اي دی  سره خبري اتري وکړي . دا خبري اتري په دوبۍ کې د جنوري د مياشتې په  ۸ مه نيټه شوي دي. « دوى د نورو  خبرو اترو د تر سره کولو لپاره  د بحث کولو په موخه د يوې ناستې وړانديز کړى وو  . هغوي غواړي چې په عام محضر کې راڅرګند شي او خونديتوب يې تامين وي . هغوي نه غواړي د باګرام په څېر ځايونو کې له انظارو ځانونه پټ کړي » . دا خبره د رويټر اژانس ته د ملګرو ملتو د مامور له خولې شوې ده  . د باګرام نظارتخانه د امريکا په پوځې اډه کې  د کابل څخه د باندي پرته ده .

ګارډين ته ددوبۍ د ناستې پخلی د هغو مامورينو له خوا شوی وو چې ددې مسالي سره يې سروکار درلود ، په دې اړه دغو مامورينو د زياتو تفصيلاتو د ورکولو څخه ډډه کوله .

دا ناسته په خپل وار د لمړې ځل لپاره د طالب جګپوړو غړو او ملګرو ملتو تر مېنځ وشوه.  دا ناسته په حقېقت کې ځکه وشوه چې د کابل د حکومت او طالبانو ترمېنځ د يو لړ ګرويږنو لپاره دجوړيدونکو اړيکو پروسه  تېر کال په سعودي عربستان کې د ماتې سره مخامخ شوه .

داسې ښکاري چې يو شمېر طالبان ښايې تيار شوي وي چې د نړيوال سازمان په هڅو باور وکړي، چې هغوي د يوی معاملي لاره او ګودر پېدا کړی او ۹ کلنه  جګړه پايې ته رسوي.

د دوبۍ د ناستې خبرونه د لندن ديو ورځنې کنفرانس په پاى کې رابرسېره شول . ددې کنفرانس موخه داوه چې په پنځو کلونو کې د ناټو په لارښوونه د پوځي مبارزي څخه د افغانانو په وسيله د زياتو  سياسي ، اجتماعي او اقتصادي لاسته راوړنو لپاره د هڅو په لور د لېږديدو پلان جوړ شي او جګړه پای ته ورسېږي .

د لېږديدو د پلان د يوې برخې په توګه به افغان ځواکونه ددې کال په پاى کې د لږ شمېر ولايتونو د امنيت د سمبالولو چاري په غاړه اخلي ، د دري کلونو په دننه کې به د اکثرو هغو ځايونو مسوليت اخېستو ته وردانګې چې کړکېچن حالت لري او په پنځو کلونو کې به د ټول هېواد د امنيت د خوندي کولو دندي د يادو شوو ځواکونو په غاړه وي . که دا چاره په بريالېتوب پاي ته ورسېده پلان شوی لېږد به د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره لاره هواره کړي.

د لندن د کنفرانس په هکله د عکس العمل د څرګندولو په ترځ کې طالب مشرتابه يوه وينا خپره کړي ده او په هغې کې يې خبرداری ورکړی دى،  چې  « د دوښمنانو په وسېله مجاهدينو ته  د رشوت ، پيسو او د روزګار وړانديز کېدل بې ګټي کار دی »

همدارنګه يوه د پام وړ  پېښه داده چې لا تر اوسه دا نه ده جوته شوي چې  کيى اې دی د طالبانو د څومره  مهمې برخې سره په دوبۍ کې لېده کاته کړي او هغوی څومره په خپل چلند کې جدی ښکاريدل . غربې ډيپلوماټانو  ددې خبری پخلی کړی دى  چې د ځاي پر ځاي کېدو په هکله  د هغوى  تر مېنځ د جلاوالي نښي نښانې تر سترګو کېدلي.

« موږ عقېده لرو چې د منځنۍ کچې طالبان د جګړو څخه ستړی شوي او هغوی  ته پته لګېدلی چې د جګړی هېڅ طرف وړونکی نه دی » . چارواکې  زياتوی : « د طالب قوماندانانو ځوان نسل فکر کوي دا به ستره تېروتنه وي که د عربو د القاعدي پلوي وشي . په کندهار کې د طالبانو د شورا د   ۲۰۰۱ کال  غونډه کې  د عربو سره  د  پلونيونې  په  برخه  کې  د  کمزوري  رايې  شتوالی احساسېده »

غربي ديپلوماتانو وويل : « نوي طالبان په اوسنې افغان حکومت کې د يو شمېر عناصرو په پرتله زيات سخت دريځه نه دي . دوي مېنه لري چې په يو شمېر مسالو روغه جوړه وکړي ، لکه د ښځو حقوق ، د نجونو زده کړي ، ان داچې د تلويزيون لېدل او نور » .

د لندن په کنفرانس کې حامد کرزي اعلان وکړ : موږ بايد خپلو ټولو هېوادوالو ته نږدي شو په تېره بيا هغو وروڼو ته چې باور يې د لاسه ورکړی اوهغوي چې د القاعدي او نورو تروريستې ارګانونو غړي نه دي او د افغانستان اساسي  قانون مني .

افغان حکومت پلان لری چې په راتلونکو څو اونيو کې د سولې شورا  يا لويه جرګه راوغواړي او په هغې کې د کليو دمشرانو په تېره بيا د هغو کسانو د ګډون لپاره زمېنه برابره کړي چې د طالبانو سره د اړيکو په لرلو مشهور دي .

د کنفرانس په پايې کې ، د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هلري کلنټون اشاره ورکړه چي امريکا د داسې خبرو منلو ته حاضره ده . کلنټون زياته کړه : « اصلي قضيه داده که د خپلو ملګرو سره سوله نه شی کولی، بيا د خپل دوښمن سره د اخته کېدو تياري ولری » .
 
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.