|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

لویه څارنوالي – واړه کاندیدان چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
نجیب منلی   
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د کب ۰۴ - مه
د تاریخ په اوږدو کې د سیاسي پېښو د اغیزمن انځور د جوړولو له پاره کله کله له سمبول او اشارې څخه کار اخیستل کېږي چې تر ټولو مشهوره بڼه یې حکایت دی. د هند «پانچه تانترا» چې د «کلیله او دمنه» په نامه مشهور دی د دغو حکایتونو یو ډېره ښه بېلګه ده. د لقمان حکیم پندونه هم په حکایتونو ولاړ دي او د همدغو پندونو یوه برخه په اوه لسمه پېړۍ کې فرانسوي شاعر ژان دو لافونتېن (۱۶۲۱ - ۱۶۹۵Jean de Lafontaine ) د حکایتونو تر عنوان لاندې نظم کړي دي. د لافونتېن نظمونه د غربي سیاست څېړونکو ډېر ځله د هغې سیمې د سیاسي حالاتو په اړه د نظر د اظهار له پاره کارولي دي. د لافونتین یو منظوم حکایت داسې دی :
په وبا اخته ځناور
 
داسې رنځ چې وېره، ترهه ترې خپرېږي
داسې رنځ دی چې د خدای د قهر نخښه
پیدا شوی د دنیا د بدکاریو و سزا ته
اوس یې نوم درته اخلم، دا وبا ده
چې په ورځ کې هدیرې شي ډکولای.
د ځنګله پر ځناورو یې اور بل کړ.
مرګ یې نه و خو دوی ټول په رنځ اخته وو
د تبا ژوندون له پاره د خوراک له هڅې پاتې
اشتها نه وه ورپاتې.
نه لېوانو نه ګیدړو
بې ګونا ښکارونه څارل.
د کوترو جوړې بېلې
مینه نه وه، ښادي نه وه.
د ځنګله باچا شورا راوغوښتله
وی یې وروڼو دا کړاو مو
خدای زموږ د ګناهونه په بدله کې رالېږلی
نو راځۍ چۍ څوک په موږ کې ګناهکار وي
هم هغه دې ځان قربان کړي هیله شته ده
چې نور ټول به له دې قهره په امان شي
په تاریخ کې داسې ډېرې پېښې شوې
چې وګړي خپل ژوند ښندي.
راځۍ، ځان غولول پرېږدو خپل ضمیر ته نظر وکړو
په اخلاص خپل ګناهونه را ښکاره کړو.
ما د نفس نغوته منلې
په سلګونو بې ګناه پسان مې شومه د خپل نس کړل
هغوی ما ته ضرر نه و رسولی، نه یې بد راته کتلي
دا لاڅه چې شپون مې هم ورسره وخوړ
که د تاسې پرې رضا وي
زه به خپل ځان قرباني کړم ، خو زه وایم
چې زما په څېر هر یو خپل ګناهونه
رابرسېر کړي، ځکه عدل
دغه وایي چې تر ټولو ګناهکار دې قرباني شي.
ګیدړ وویل سلطانه، ته زموږ مهربان مشر
څنګه دا وړې خبرې ګونا بولې
دا بې کاره مېږې، ګډې
بې له دې چې ته یې وخورې د څه ښې دي؟
دا ګونا نه ده سلطانه، تا و دوی ته
افتخار دی وربخښلی چې له ستوني دې تېر کړي
د شپون نوم چې تاسې یاد کړ
تر دې لاسخته سزا پرې د ختو وه
چې بې واکه ځناور یې تر ولکې لاندې راوستي.
د ګیدړ وینا ته ټولو ځناورو
د تمجید چکچکې وکړې.
د پړانګانو، د یږانو او د نورو زورورو
ناکردې ټولې معاف شوې
ان تر دې چې خوشې سپي هم
د پاکانو په حساب شول
د خره وار شو، وې یې لږلږ مې یادېږي
د ملا صاحب پټي و ، شنه واښه وو
زه هم وږی، ښه موقع وه ، شیطان هم و لمسولم
نو څو ډکي مې هغه ځای کې په خوله کړل
حق مې نه و چې دا کار مې هلته وکړ.
په یو غږ د ځنګله واړو اوسېدونکیو
تو لعنت پر ظالم خره کړل
یو لېوه چې په وینا تر نورو ښه و
دا ثابته کړه چې خر باید قربان شي،
دا مردار، دغه بې رحمه، د ځنګله له پاره شرم.
د هغه وړه خطا د جزا وړشوه
د پردي پټي واښه خوري، څه بد کار دی،
له مرګ پرته دې ګونا ته
بله هېڅ سزا نه ښایي.
مطلب دا که زورور یې
قضاوت به دې تک سپین کا، که نه تور یې.
دا افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو په ټوله نړۍ کې نوم ویوست، په دې نه چې د عامو افغانانو ګوتې په کې پرې شوې، په دې هم نه چې د افغانستان وګړي د راکټونو ترباران لاندې د رایو ورکولو د د فترونو مخکې په کتار ولاړ وو، څنګ ته یې راکټ لګېده خو د دوی صف نه ورانېده، په دې هم نه چې په یوه عنعنوي ټولنه کې چې د ولسي جرګې له خوا یو پاس شوی قانون هم ښځې دې ته مجبورول غواړي چې د ژوند د عادي ضرورتونو د رفع کولو له پاره هم باید د خاوند له اجازې پرته د کور له دروازو ونه وځي، په میلیونونو ښځې د رایو اچولو مرکزونو ته ورغلې.
نه، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو چې په ټوله نړۍ کې نوم و یوست، د دې په خاطر وو چې درغلۍ په کې وشوې. که څه هم شاید د پردیو او د دپردیو د کورنیو مامورینو زهرجنې پروپاګنډې د درغلیو کچه تر هغه څه چې واقعیت و ستر وښودله، خو له دې خبرې هم انکار نه شي کېدای چې په دغو ټاکنو کې په پراخه پیمانه درغلي وشوه.
د انتخاباتو ګټونکي ولسمشر د سوګند په مراسمو کې په ډېر صراحت غوښتنه وکړه چې باید د دغو درغلیو په اړه پراخې څېړنې وشي. تمه خو دا وه چې ولسمشر دې د قضیې د یو اساسي طرف او تر ټولو ډېر زیانمن شوي کاندید په صفت په خپله د انتخاباتو د کمیسیون په وړاندې د خبرې د سپیناوي له پاره عارض شوی وای. له بده مرغه ولسمشر دا کار و نه کړ.
په دوهمه هرحله کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کولای شول چې د خپل حیثیت د اعادې په خاطر، وروسته له دې چې د هېواد د ادارې ستونزه یې په یوه معقول تصمیم، په لنډ وخت کې حل کړه، د حقایقو د میندلو په خاطر، له فرصته په استفادې، د ولسمشر له توصیې سره سم ټولې رایې بیا له سره کتلې وای، سمې او ناسمې یې تفکیک کړې وای او د تاریخ له پاره، د ملت رایې ته د درناوي په نامه یې هغه ریښتیني نتایج هم اعلان کړي وای چې له دغه، د کرارې سینې، غور څخه وروسته لاس ته راغلې وای.
دا کارونه یو هم و نه شول. د حوت په دویمه د افغانستان لویې څارنوالۍ، ظاهراً د خپل صلاحیت له کړۍ بهر په یو اقدام کې، اعلان وکړ چې له هغو شپاړسو کاندیدانو څخه به پوښتنې ګروېږنې کوي چې رایې یې تر لسو زرو کمې دي، ځکه چې پر دوی شک دی چې شاید د هغه لس زره کسانو ، چې له دوی څخه یې ملاتړ کړی و، نوملړ به غلط وي.
د لویې څارنوالۍ دا اقدام له څو زاویو د پوښتنې وړ دی :
۱ – نه د افغانستان قوانین، نه نړۍوال موازین او نه انساني سایکالوجي له یو کاندید څخه ملاتړ کوونکی په دې مکلف نه بولي چې حتماً دې هماغه کاندید ته رایه ورکړي. نو د کاندیدۍ پر مهال د لسو زرو کارتونو برابرول او د ټاکنې پر مهال لس زره رایې راوړل سره په هېڅ ډول نه شي تړل کېدلای.
۲ – هغه مرجع چې د ټاکنو د روښانتیا مسوولیت لري د افغانستان په قوانینو کې مشخصه شوې ده. دغه مرجع د ټاکنو خپلواک کمیسیون دی. د دغه کمیسیون له څرګندونو څخه داسې ښکاري چې هغوی د ټاکنو پر مهال، لکه څنګه چې د هغې ادارې قانوني مکلفیت دی، د کاندیدانو له خوا د ملاتړ کوونکو لستونه په کافي غور نه وو څېړلي. دلته له قانون څخه سرغړاوی که کاندیدانو کړی وي که نه ، هغه به روښانېدل غواړي، مګر د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپل اعتراف پر اساس قانون تر پښو لاندې کړی دی. لویه څارنوالي باید ولس ته دا روښانه کړي چې ولې د تخلف اصلي عامل سره کار نه لري خو د دغه عامل په غوښتنه فرعي، فرضي عاملین لټوي؟
۳ – هغه کم زوري کاندیدان چې د انتخاباتو پر مهال یې حتی په خپل نامه صندوقونو ته لس زره رایې هم نه شوې اچولای، هغه خو به محکمې ته کش کړل شي مګر هغه کسان چې دولتي مقامونه او دولتي امکانات یې ، له قانونه په جوت سرغړاوي، د یو او بل کاندید په ګټه و کارول، د ښارونو کوڅې یې په داسې عکسونو جړاو کړې چې له یو کاندید سره یې یوځای اخیستي وو، هغوی ته به هم څوک سترګې برګې کړي او که سرې سترګې به ګرزي؟
داسې ښکاري چې لافونتین لا د هېرولو نه دی.
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.