|| خبر } ولسمشرکرزي دحامد نوري وژنه وغندله   || خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه   || خبر } د کډوالو چارو وزير زوى لا تراوسه نادرکه دى
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني

له ډاكټراشرف غني څخه دافغان ساينس پوهانوټولنې ملاتړ چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د زمری ۲۷ - مه
 لیکوال  : پوهنوال ډاكټرنظرمحمد سلطانزی  ځدراڼ 
دجرمني هیواد، نېټه :12-Aug -2009

 په جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنه دولسمشرۍ څوکۍ لپاره ، په ملي اونړیواله کچه  پيژندل شوی   ،سیاسي ،فرهنګی ،علمي  اوملي شخصیت ښاغلي ډاكټراشرف غني  احمدزي دکاندیدتورۍ  څخه خپل  بشپړ ملاتړاعلان  کوي .
دافغان ساینس پوهانوټولنې غړي په دې انددي چې دولسمشرۍ څوکۍ لپاره ډاكټراشرف غني  احمدزی  داوسنیوشرایطوپه پام کې نیولوسره دنوروکاندیدانوپه پرتله یوغوره ،په نیک نوم پيژندل شوی  دباوروړ  ،عالم ، قاطع ،مستحق ،وطنپال ،صادق ،مناسب ،ممتازاو مخکښ کاندیددی . داځکه چې  یوخوانوموړی یواځینی کاندیددی چې په ملي او نړیواله کچه دیوه نامتودیموکرات، سیاستپوه ، ملي شخصیت په توګه پېژندل شوی دی    اوبلخوا هغه يواځينى كانديد دى چې د هېواد او ولس د سوكالۍ   اوپرمختګ  په تړاوهراړخیزبنسټیزلنډمهاله اواوږدمهاله لیکل  شوي عملي پلانونه لري .دبیلګې په توګه ډاکټر اشرف غني "د عادلانه نظام لار" ترسرلیک  لاندې خپل پلانونه  په  یوه کتاب کې لیکلي دي . دا اثر په (٢٦٧) مخونو او شپږو فصلونو کې ترتيب شوی دی . په دې کتاب کې ښاغلي ډاکټر اشرف غني دهیواد دراتلونکي برخلیک په تړاو یوپوهنیزاومتحرک اقتصادي پلان خپل ولس ته وړاندې کړیدی. دبیلګې په توګه دکتاب په ۱۱۲ مخ کې د(شایسته سالاري ) ترعنوان لاندې راغلي دي :
دښایسته سالاري مفهوم دادی چې کارپوه ،رښتیني اوپه روښانه اصولوولاړخلک بایدددولت داصلي اقتدارپه سر کې واقع شي .زموږپه ژبنۍ محاوره کې دې اصل ته د(کاراهل کارته سپارل ) وایي . 
دښایسته سالاري مفهوم څخه موږداسې پایلې ته رسیږوچې ډاکټر اشرف غني د انسان پوهنی(انتروپولوجی) عالم په توګه ټولومسلکي کارپوهانوخوپه تیره بیا په نړۍ کې خواره واره ځوانو ساینسپوهانوته بلنه ورکوي ترڅودراتلونکي اغیزناک دولت ،متحرک اقتصاد،پیاوړي افغاني هویت اواغیزناکې نړیوالې همکاری په منځ ته راتګ کې فعاله ونډه واخلي .
په جرمني کې دافغان ساينس پوهانوټولنه د ډاکټر اشرف غني "د عادلانه نظام لار" څخه  په کلکه دفاع او ملاتړکوي . که چیرته دخدای (ج) په مرسته اودافغان ولس په غوښتنه ډاکټر اشرف غني دولسمشرۍ ټاکنې  وګتلې، نوپه جرمني کې موږوطنپال ساینس پوهان ژمنه کووچې خپله مسلکي پوهه به دولس په خدمت کې سمدلاسه پیل اوجاري وساتو .

(پای )
(په درنښت )
 
په جرمني کې دافغان ساينس پوهانود مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال ډاكټرنظر محمد سلطانزی ځدراڼ   
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.