|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

كرزي صيب ! عطا – خطا وخوت !!؟ چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
اجمير- مزارشريف   
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۵ - مه
د بلخ ولايت فرزانه والي او د ښاغلي كرزي صيب نازدانه والي عطا محمد محمد نور بلاخره له هماغه سوړي سر راوكيښ په كومه كې چي ستر شوي او مار شوي و، كله چي شمالي ټلواله د روسانو په پلوۍ د غرب له ويري له يخنۍ سره مخ شوه ، ديرو يي د لويديزوالو او ښاغلي عطا د كرزي په لستوڼي كي ځاي ونيو، چي د غو ټولو په هريوه لستوڼي كي ښه تودوخه و موندله ، او د روسانو د روبلونو پر ځاي پر امريكايي ډالرو مالامال شول ، څوك پكي وزيران ، درستيزوالان ، د ولسي جرګي مشران او زياتره د ابوحنيفه د مدرسي طالبان پكي پوليس پاسوالان او نظامي جنرالان شول . او ښاغلي عطا نور خو د كرزي په غيږ كي دومره ونازيد چي پر نازدانه او فرزانه والي سربيره د هيروينو د سوداګرو ، د اجورتي قاتلانو ، د مزار د فاحشو او د خراباتيانو او مناجاتيانو سرلښكر هم شو.

همدغه نازدانه والي څو مياشتي د پاسه اوه كاله د بلخ ولايت د مظلومو قومونو ، لكه هزاره ، ازبكو ، عربو او پښتو پر سرونو ، مالونو ، جايدادونو او حتي ناموسونو ښي لوبي وكړي ، يوازې په تير كال كي د كرزي د نازدانه والي د بدماشانو او اجورتي قاتلانو له لاسه څوارلس كسه  پښتانه قوماندانان ووژل شول او د وژني تور يي پر طالبانو پوري شو، چي تر ننه پوري د دغو مظلومو شهيدانو د وژني مسووليت چاپر غاړه واخيست او نه يي فرزانه والي صاحب او دهغه امنيتي مسوولينو د وژني په تور څوك ونيول .

همدا رنګه د مزار د ښار په شا وخواكي په زرونو جريبه ځمكي چي له تاجكو پرته په نورو قومونو پوري اړوندي وي ، په زور تري ونيول شوي او د خالد بن وليد او نورو په نومونو ښارګوټي پكي جوړ شول او پيسي يي د كرزي صيب نازدانه والي صاحب په جيب كي واچولې .

همدا اوس په مزار شريف ښار كي بهترين قصر د ښاغلي عطا د اوسيدو كور ، دويمه بهترينه ماڼۍ يي ميلمستون او د مزار د ښار ماركيټونه د ښاغلي استاد عطا ملكيتونه دي او خداي خبر چي په ډيلي ، دوبۍ تاجكستان او ازبكستان كي به يې د قانوني صاحب په څير د ماركوپولو څو هوټلونه او كيسټ هاوسونه وي .

دا خبرې داسي نه دي چي اوس يي زه ددي ليك په وسيله د ښاغلي كرزي صاحب غوږونو ته رسوم ، بلكي دا خبره او تردي ډيري زياتي له څرګندو بېلګو سره كرزي صاحب ته ويل شوي ، خو ښاغلي كرزي صاحب هغه مهال د هيچا پر څرګندونه غوږ قدري هم ګرولۍ نه دي .

اوس يي چي په ښكاره د كرزي صاحب ټولي نيكۍ په يوځل هيري كړي  د دولت درسمي والي په حيث يي د نيم اصله دوكتور عبدالله ملاتړ اعلان كړ او دخپلي پريكړي د تائيد له پاره يي د اوباشانو مظاهره هم راوه ويسته  ، بيا يي په دي هم بسنه ونكړه او له ټولو دولتي ادارو او مزارښار له واټونو يي د كرزي عكسونه هم لرې كړل ،په دي سربيره هغه مرستي چي د سيلاب ځپلو لپاره د ازبكستان هيواد كړي وو له سيلاب ځپلو سره نه بلكه اوس د عبدالله په كمياين كي لږول كيږي او له دي سر سره د مزار سيمه ايز تلويزيون د ښاغلي عبدالله لپاره رسمي كمپاين كوي ، نو اوس به د مصلحتونو بادشا دي انجام ته څه وايي ؟؟؟

نو اوس كه ښاغلي جمهور رئيس د عطا ددې كارنامو په مقابل كې چوپ پاتي كيږي ، څرګنده خبره ده چي ولسونه به له انتخاباتو نهيلي شي او تر ډيره امكان لري ، چي وګړي دير لږ د رايو صندوقونو ته ولاړ شي .

پكار داده چي د ټاكنو كميسون په دي باب اغيزمن اجرآت وكړي ، او هغه واليان چي د يوه اوبل كانديد له پاره ټاكنيز فعاليت كوي ورته ووايي چي په دي دوو كارونو كي ديوه صلاحيت لري ، يا د كانديدانو لپاره كمپيان او يا د حكومت والي .

كه استاد عطامحمد د ولايت له چوكۍ سره سره د ډاكټر عبدالله لپاره كمپاين كوي ، ښايي نور واليان هم په ورته چارو لاس پوري كړي ،چي څرګنده خبره ده ، په ډيري ولاياتو كي په هغه كانديدان يي د واليانو او نورو چارواكو ملاتړ له ځان سره ونه لري ، هيڅ ډول انتخاباتي مبارزه ونه كړاي شي ، چي دغه كار به د ټاكنو شفافيت او  دديموكراسۍ مفهوم له منځه يوسي او ملت به يي يوه نمايشي لوبه وګټي .
 
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.