|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

طالبان به د کرزي خبره ومني؟! چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
عبدالله رنځور   
نېټه : يوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د چنګاښ ۰۷ - مه
کرزي په طالبانو ننی غږ داسې کړی لکه چې د طالبانو ټولې غوښتنې یې پر ځای کړې وي او بیا یی ورسته په طالبانو غږ کړی وي چې اوس نو رایه راته واچوﺉ.
 یا یی هم داسې کړې وي چی طالبانو رایو اچولو ته ډېر لیواله وي او کرزي یی نه پرېږدي نو اوس یې په زړه د رحم اوبه تویې شوې وي او ووایی چې راځﺉ د اولاد په شان مې یاست راشﺉ، جګړه مه کوﺉ، هغه ارمان چې تاسو یې لرﺉ، یعنې د رایو اچول اوس شونی دی، راشﺉ، په دې ورځ جنګ مه کوﺉ، رایه واچوﺉ.
یا هم داسې چې د کرزي، په مقابل کې د طالبانو له خوا هم کوم کاندید وي، نو کرزی اجازه ورکړي چې طالبانو دې هم رایه واچوي، او په دې ورځ دې نه یواځې برېد نه کوي بلکې، رایه دې هم واچوي.
سړي ته خندا ورولي چې دا څه کیسه ده، طالبان سر ناخلاصي دي چې کرزي دا خبر ورته کوي او که کرزی فکر کوي چې ټول اولس زما دی، او زما هره خبر هغه که په مخالیفینو وي او که نا مخالفو یو ډول اغیز کوي او زما غوښتنه به پرځای کیږي.
 زه نه پوهېږم چې موږ داسې فکر کوو چې کرزي په تیرو اوو کلونو کې هېڅ نه دي کړي،  نو کرزی به داسې فکر نه کوي ځکه کرزی به اوس هم وایی چې ما افغانستان له یوې تجزیې څخه وژغوره، طالبانو افغانستان پلورلی وو، د نړۍ لسګونو هیوادونو یی ولایتونه ولایتونه ویشلی وو، هر ولایت ځان ته امیر درلود، غلا، اداري فساد، سړي وژنه، د خلکو په کورنو اوښتل، په اوه کلنو نجونو جنسي تیری کول او بیا سرې سترګې ګرځېدل څه کوې چې په حکومت کې واک ورکول، په بې وسلوخلکو، ښځو، ماشومانو، بیمباري کول، دا ټول په هغه وخت کې وو او زما په وخت کې نشته.
 په هغه وخت عام خلک په الوتکو کې له کابل کندهار ته تلل او زما په وخت کې په بایسکل هم خلک پرته له کومې ویرې چی یوه بوجۍ افغانۍ یی په شا هم وي پرته له وېرې تللی شي.
 دا ټول زما په وخت کې دي، نو ټول افغان ولس دې زما احسان نه هېروي، زه چې غږ وکړم نو هغه خبر دې ومني، موږ به نه پوهېږو اصل کیسه به داسې وي.
څه موده مخکې مې هم یو خبر ولوست چې د مشرانو جرګې رییس چې اوس پوره بزرګ هم دی، او د خدای له خوا ورته اشارې کیږي وویل چې تر ټاکنو پورې به له طالبانو سره روغه جوړه وشي.
ایا ټاکنې همدومره مهمې دي لکه څومره یی چې د کرزي دولت بولي، ایا د مظلوم او ځوریدلي افغان اولس لپاره ټاکنې مهمې دي که سوله.
ولې له طالبانو سره خبرې مخکې د ټاکنې له موضوع نه کېدې، ایا دا د هر افغان غوښتنه نه ده چې په هېواد کې یې د سوله وي.
کرزي ولې په نور مقدسو ورځو او نورو مراسموکې دا غوښتنه نه کوله، په نورو ورځو کې که د کوم وزیر لخوا شوې وی، هغه هم د کوم واکسین او یا نورو لپاره دا هم د افغان ولس لپاره نه وه، یواځې ددې لپاره وه چې ښاغلی وزیر شپه د کابل په تلویزیونو کې راشي او بس.
کنه ټاکنې همدومره اغېزمنې دي چې د افغاستان راتلونکی د وټاکي، بس په دې بهانه تیر ځل افغانان دومره وغولیدل چې تر اوسه یی جبران نشي ورکولای،
تیر ځل افغانانو ته وویل شول چې دا ټاکنې برخلیک جوونکې دي، ویل کېدل چې د شکر ځای دی چې افغانان خپل واکمن په خپله ټاکي.
وې ټاکل، څه وشول، امنیت ورځ تر بلې خراب شو، خلکو هیله درلوده چې نور به هم د افغانستان نوم لوړ شي، خو برعکس، هر څه په بله واوښتل، بمبارۍ نه وې، پيل شوې، سړي تښتونه، اداري فساد او نورو چې نومونه یی یو کتاب کیږي نه وو اوس شته.
زه خپله هغه کسان پېژنم چې د طالبانو سره په لیکو کې ولاړ دي په تیر ځل یی هم په ټاکونوکې برخه واخیسته او هم یی نور خلک هڅول چی په ټاکنو کې ګډون وکړي خو اوس وسلوال دي.
دا ځکه چې تېر ځل خلکو فکر کاوه چې دومره مرستې له افغانستان سره وشوې، نو کیدای شی دوی ته هم پکې یوه ګوله ډوډۍ ورسیږي، خو داسې ونه شول بلکې ددوی له خولې هم جوړه ګوله واخیستل شوه.
کرزی به د تیرې لویې غونډې چې په کابل کې وشوه په غوره کې کړی وي چې ځه اوس مې هم عام ولس مل دی، خو دا فکر نه کوي چې هغه عام ولس نه وو، بلکې د یوه جنګسالار په غوښتنه راغلی وو.
د تیرې جمعې په ورځ د ناټو لوی قومندان هالنډي جنرال مارت دی کروف وویل چی په هلمند، کندهار او نورو ولایتونو کې به د طالبانو ضد عملیات پراخ او پياوړي شي، او کرزی ورته وایی چې له طالبانو سره به خبرې وشي، او له طالبانو غوښتنه کیږي چې په ټاکنو کې د برخه واخلي.
کنه کرزی بیل دی، طالبان بیل دی، او ناټو ځواکونه بیل دي.
کیدای شي کرزی  به دا طالبان نه ښیي، دده منظور به نور طالبان وي.
که کرزی رښتیا غواړي چې له طالبانو سره د خبرې وشي، او یا دې دا غوښتنه ولري چې په ټاکنو کې د برخه واخلي، نو تر اوسه پورې خو یې باید په دې اړه څه کړی، وای.
له حزب اسلامي او طالبانو سره روانې خبرې ولې ودرېدې، بمبارۍ ولې زیاتې شوې، امریکایان ولې د خپلې خطاوې نه یواځې چې مني نه بلکې وایی چې دا سم کار وو.
نو په دې وخت کې بیا هم سړي ته دا پوښتنه پیدا شي چې ایا موږ به نه پوهیږو، کرزی او طالبان به سره پوهیږي او یا دا چې طالبانو به هم د کرزي په غوښتنه دا جګړه روانه کړې وي او په منځ کې به یی ( زیان یی د کاڼو او بوټو وي) بې وسه افغانان وژل کیږي او  کرزی چې کله وغواړي نو هماغسې کیږي.
(( خبرې ډېرې سر یې یو دی)) پښتانه وایي: ( له واورې چې څومره غږېږې هومره سړه ده)
 
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.