|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

سـعودي عربستان; نجات وركول كه ښكيليدل ؟ چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ژباړه: عبدالرحمن فرقاني   
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۱۶ - مه
 دا لومړي ځل ندي چى افغانان له سعودي عربستان څخه غواړي ترڅو د افغانستان سياسي كشمكش ته دپاي ټكي كيږدي , خو دا ورستي غوښتنه چى ديره ريښتني اوجدي ده د افغانستان د جمهور رئيس ښاغلي كرزي غوښتنه ده چى د لندن د كنفرانس په مهال ئي تيره اوڼي وكړله . ښاغلي كرزي وويل : دي هيله من دي چى د سعودي عربستان پادشاه خادم الحرمين به د افغانستان د سياسي مصالحى او د جوړى روغى پروسيى اړوند اساسي رول ولوبوي , ورسته لدى چى خپل ليد لورى ئي د مصالحى دپروسى اړوند په ډاګه كړ زياته ئي كړله چى : هيله من يم تر څو خادم الحرمين د دى پروسى په هكله خپله لارښونه اومرسته زموږ سره تر سره كړي .

       خو نن پوښتنه دا ده چى آيا له سعودي عربستان څخه غوښتنه دا ده چى افغانستان ته نجات وركړي كه دامريكايانو بايللي حيثيت وساتي او كه پلان دا دي چى سعودي عربستان د شوري اتحاد د جمهوريتونو په وړاندي د جهاد له تجربي څخه وروسته  يو ځل بيا په افغانستان كى ښكيل شي ؟  , وهغه كار ته په خپل وخت كى داسي اړتياوى وى , چى بايد تر سره شوي وي څرنګه چى نن د افغانانو غوښتنه د مصالحى دپروسى اړوند له سعودي حكومت څخه پر ځاي ده , خصوصاً چى دا غوښتنه په خپله دافغانستان د جمهور رئيس لخوا او د نورو كړيوله لوري كيږي ,  دشوروي اتحاد په وړاندي د جهاد تجربه لا تراوسه د سعوديانو په ذهن كى حاضره او تازه ده , ولي نه سعوديانو خو له افغانانو سره مرسته كوله , څرنګه چى نن كابل مرسته غواړي , او رياض بالآخره ملامت او متهم راوؤت , اوسربيره پدي د مطبوعاتوله لوري او د لوديځ اوعربي نړۍ د سياست پوهانو له لوري تر ظالم يرغل لاندي ونيول شو , دا سمه ده چى د روسانو د يرغل په مهال دسعودي عربستان په شتون نيوكى وي , خو سعودي عربستان يوازي هلته نه ؤ او نه ئي افغانستان اشغال كړي ؤ !

      خو دبعضوياداشت دير لنډ وي او يا هم هيره لري نو بايد دا ورته په ډاګه كړو چى څو ورځي وړاندي د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د مصالحى اړوند د سعودي عربستان وساطت په هكله داسي څرګندونه وكړله :  (( دا يو لوي زړه غواړي )) , تر څو چى طالبان د القاعدى څخه لاس په سر نشي او د دوي له امنيت څخه لاس وانخلى اوخپلى اړيكي ورسره غوڅي نكړي , فكر نكوم چى دا خبري به مثبتي , او كومه ځانگړي پايله ولري . ))  دا دسعودي عربستان پخواني موقف دي , بلكه له 11ستمبر نه وړاندي هم دا دسعودي عربستان موقف ؤ , او امير تركى الفيصل كوم مهال چى د سعودي عربستان د استخبارتو رئيس ؤ , دير زيار اوكوښښ ئي وكړ تر څو د طالبانو مشرتابه ته قناعت وركړي چى د بن لادن اوډلى څخه ئي لاس په سر شي سربيره پدي چى سعودي عربستان وړاندي لدي دبن لادن څخه دسعودي تابعيت هم اخيستي ؤ , او وړاندي لدي چى تروريزم په نړيوال محفل كى د رئيسي كرښى په توګه وپيژندل شي , بلكه هغه مهال په كال 1993 م په مكه مكرمه كى د ملك فهد بن عبدالعزيز په بلنه د بين الافغاني پخولايني يو اتفاق او جوړجاړى تر سره شوي و , او دا دليل دي چى سعودي عربستان دافغانستان دثبات اواستقرار لپاره كوښښ كوي نه دا چى هلته د سختدريځو ملاتړ وكړي .

      دا طبيعي خبره ده چى نن ټول افغانان د سعودي عربستان وساطت وغواړي , ځكه چى افغانان بهرنيان نه مني او سعودي عربستان لره په اسلامي نړۍ كى يو ځانګړي منزلت دي , اوپه سياسي ډګر كي يو ريښتينوالي لري , چى افغانانو ته امكانات برابرولي شي تر څوله ښاغلي كرزي سره خبري وكړي , خو هغه څه چى موږ ته داهميت وړ دي هغه دا چى بايد سعودي عربستان ځير وي تر څو بيا په افغانستان كى ښكيل نشي , خصوصاً دا چى لوديځ او امريكا د11ستمبر د پيښو نه وروسته رياض تر نيوكه لاندي نيولي , اوداسي پرتله كيږي چى ګواكي لوديځ لدي وړاندي  په افغانستان كى هيڅ ډول مداخله اورول ندرلود , هغه څه موږ ورڅخه ډاريږو هغه دا چى تاريخ يوځل بيا تكرار شي , سره لدي چى بل ډول پايلى ولري .  

په شرق الاوسط ورځپاڼه كي د طارق حميد ليكنه

ژباړه : عبدالرحمن فرقاني
 
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.