|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

د وژنې جزا وژنه ده، نه بښنه چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
وقار   
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د کب ۰۵ - مه
افغانان په بېلابېلو نومونو وژل كېږي، وژل كېږي او بيا هم وژل كېږي خو كله چې څوك خواخوږى او خپلواك مشر ونلري او داسې څوك نه وي چې د وژلو پوښتنه يې وكړي، بيا نو كه هرڅومره ډېر ووژل شي كومه د يادولو وړ خبره نه ده ځكه چې د پوښتنې څوك نه لري. او چارواكي هم يوازې ووايي چې پېښه په كلكه غندو او بس! بيا نو هر يرغلګر ته لار پرانيستې پاتې ده هر څه چې كوي، كوي به يې څوك به يې مخنيوى وكړي.

نن ورځ په افغانانو همداسې يوه ورځ راغلې چې هېڅ څوك يې هم د وژنو پوښتنه نه كوي تر دې چې زموږ افغانانو د مرګ او زموږ د بدن د غړو د پرې كېدو لپاره هم اوس قېمت ټاكل شوى، هغه هم داسې يو قېمت چې له هېڅ سره برابر دى، آن تر دې چې د بشر لپاره سپكاوى بلل كېږي اوس افغانان د يو مصرفي توكي په توګه كارول كېږي او نړيوال هم ورته د بشر په سترګه نه ګوري، كه وژل كېږي، ټپي كېږي، كه يې كور ورانېږي، چارواكي يې يوازې پېښه (بمبار او وژنې) غندي او بهرنيان هم اعلان كوي چې پېښه تر پلټنې لاندې ده او له زيانمنو كورنيو سره د څو كمپلو، لوبيا او يوه اندازه غوړو مرسته وشوه.

نړۍ وال ولې نن روځ چوپه خوله دي، دا چې د ډايكنډي د كجران ولسوالۍ د سورکي او ناوې سيمو ترمنځ اووه ويشت ملكي كسان په داسې حال كې وژل كېږي، چې د همدې ناټو له جګړې او نادودو څخه يې له هلمند څخه د ارزګان په لور مخه كړې وه دې غريبانو خپل كور او كلى پرېښى څو يوې خوندي سيمې ته لاړ شي، خو ناټو او بهرنيو اشغالګرو په لاره كې هم پرېنښودل او هغه كار يې ورسره وكړ، چې په موخه يې په هلمند كې جګړه پيل كړې، هغه كار د افغانانو وژل او كورونه ورانول دي. وروسته له هغې چې د دوى په جنايت ټوله نړۍ خبره شي او ټولو ته څرګنده شي چې دا مخالفين نه بلكې ملكي وګړي دي، بيا دوى بښنه غواړي. اوس دې نړيوال فكر وكړي، چې د اووه ويشت كسانو مړينه او لسو زخمي كېدلو سزا يوازې او يوازې بښنه ده او كه د پېښې عاملينو ته جزا وركول، ځكه چې د وژنې جزا وژنه ده، نه بښنه.

كه چېرې دا بمبار په تېروتنه هم شوى وي، بيا هم د همدې بهرنيو اشغالګرو ملامتي ده ځكه چې دا كسان د دوى له جګړې څخه تښتېدلي و او غوښتل يې چې يو خوندي ځاى ته لاړ شي خو په لاره كې مخكې تر دې چې خوندي ځاى ته ورسېږي، ژوند ترې واخيستل شو.

پر افغانانو دا وژنې دوام لري، د ډايكنډي له پېښې سره په نژدې وخت كې د كاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ كې فرانسويانو اووه ملكيانو ته مرګ ژوبله واړوله، دا كسان يې په داسې وخت كې مړه او ژوبل كړل چې خپلو دوكانونو ته روان و، چې د غره له خوا فرانسوي ځواكونو پرې د هاوان مرمۍ وشړلې. آيا دا كسان هم خپل كور اولاد او ژوند نه لري. آيا دوى هم د لويديزوالو په شان حقوق نه لري؟ كه چېرې نړيوال بشري حقونه پېژني او انسان ته د بشر په سترګه ګوري نو د افغانانو د نن ورځې تباهۍ دې و ارزوي چې آيا دا جګړه په حقه ده او كه يوازې د شخصي ګټو لپاره پالل كېږي.

خو نه دا جګړه يوازې او يوازې د شخصي ګټو لپاره پالل كېږي، ځكه چې اوس ټولو ته څرګنده شوې چې ناټو او بهرنيو نابلل شوو مېلمنو په دې اتو كلونو كې پرته له كومه جرمه د ډېرو افغانانو كورونه ونړول او ډېرى ماشومان يې له پلارنۍ او مورنۍ مينې څخه بې برخې كړل.

افغانانو تل د بهرنيانو دغه ډول بريدونه غندلي او څو ځلې يې غوښتي، چې د پېښو عاملينو ته بايد جزا ورکړل شي. د روان کال د سلواغې په آتمه، د لندن په کنفرانس کې د هېواد د ولسمشر يوه مهمه غوښتنه دا وه، چې د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کې دې د ملکي وګړيو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي. خو تر اوسه هم بهرنيانو په دې خبره كوم عمل ونه كړ، بلكې د ولسمشر كرزي دا خبره زما او يا هم كوم بل عادي وګړي د خبرې په توګه پاتې شوه.

له بلې خوا څخه بهرنيانو د هلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ په بېوزله افغانانو باندې د محشر ورځ جوړه كړې ده، د مارجې يوه قومي مشر عليشاه خان خبري رسنيو ته ويلي، چې مارجه اوس د کربلا په څېر ده او هلته يو محشر جوړ شوى، په سيمه  کې چې كوم خلک پاتې دي له ستونزو سره مخ دي او د ژوند هېڅ زمينه ورته برابره نه ده‌، په مارجه کې سخته بې عدالتي روانه ده، ملکي وګړي د ناټو ځواکونو او طالبانو له خوا وژل کېږي‌. د هغه په وينا، طالبانو شپږ عام وګړي، افغان او نړيوالو ‌ځواکونو ته د جاسوسۍ په تور وژلي دي. طالبان د خلکو له کورونو پر بهرنيو ‌ځواکونو ډزې کوي، چې د بهرنيانو په ځوابي ډزو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، په دې جګړه کې د خلکو کورونه ړنګ او څاروي يې هم له منځه تللي دي. نوموړي له دولت او نړيوالو ځواکونو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د مارجې عمليات پاى ته ورسوي او خلکو ته د هوسا ژوند زمينه برابره کړي.

څه شوې هغه د سولې او پخلاينې خبرې، څو اوونۍ وړاندې د سولې خبرې دومره چټكې وې چې خلكو هيله لرله چې په دې څو روځو كې به د دولت او مخالفينو تر منځ سوله رامنځ ته شي، خو د مارجې عملياتو، ډايكنډي او تګاب وژنو او بمبارۍ دا وښودله چې بهرنيان هېڅ كله هم په دې هېواد كې سولې راوستلو او د خلكو د ارام ژوند پلوي نه دي. دوى نه غواړي چې دا استعماري واكمني او دا خونړي عمليات د تل لپاره پاى ته ورسوي، ځكه چې بيا به دوى د افغانانو د وژنو او د نيكونو د كسات اخيستو لپاره لار ونه لري.

د ۱۳۸۸ لمريز كال د كب ۵ مه
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.