|| خبر } دهنديوه پوځي الوتکه را ولويده.   || خبر } تازه: افغانستان د شل اوريزو کرکټ سياليو اتل شو   || خبر } په خوست کې دمدني ټولنو ګډه جرګګئ جوړه شوه   || خبر } خوستيان: دلندن په کنفرانس کې دې دسولي خبري وشي   || خبر } هېلمند : ترشلو ډير وسله وال كسان وژل شوي دي   || خبر } پانګه وال : بايد په افغانستان كې بهرني كسان پانګونې ته وهڅول شي   || خبر } كرزى : دارګ په ماڼۍ كې درسنيو له مشرانو سره وكتل   || خبر } لښكرګاه : د واليبال تورنمينټ سيالي پيل سوي   || خبر } پاکستان: شپږومياشتوکي پر٩٦٨ماشومانوجنسي تېرئ شوی   || خبر } په ننګرهار کې په بهرنيو ځواکونو چاودنه وشوه   || خبر } مزار شريف : يو تن دولت ته د جاسوسۍ په تور وژل شوى.   || خبر } ارزګان : دمعلولينو لپاره دحرفوي زده كړو څانګه پرانستل شوه   || خبر } كندهار : دولايتي شورا پايلې اعلان شوې   || خبر } هلمند : په ښوونې او روزنې ادارې كې دفساد دشتون خبردارى   || خبر } خوست : دطالبانو سره په تړاو شپږ تنه نيول شوي   || خبر } هرات : شينډنډ ولسوالۍ كې پوځي عمليات شويدي   || خبر } كابل : دپنځلس زره نمرو اسناد پوهنې وزارت ته وركړل شول   || خبر } ولسي جرګه : دوه تنه نوماند وزيران ولسي جرګې ته ورغلل
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
 غورځنګ ويبپاڼه خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرکټ ملي لوبډلي د بريا مبارکي!!!!!!!! وايي!!!!!!!!

د وردګو والي دې استعفا ورکړي . چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
شمال   
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د سلواغه ۰۵ - مه

شمال
په دې وروستيو کې چې په هيواد کې دټاکنو اخ وډب روان و او هرچارواکى په دې ډاډه نه و چې وروسته به په خپله دنده پاتې وي او که نه نو له وزارتونو نيولې تر ولايتونو او نورو ادارو پورې ټولو هسې شپې تيرولې . دوردګو والي حليم فدايي هم چې په همدې ډول چارواکو کې و  اوس اوس له کابله ميدان ښار ته تللى او وايي چې په دې ولايت کې دتيروختونو په پرتله په امنيتي حالت کې بدلون راغلى دى .نه پوهيږم چې دا ښاغلى تر کومه دخلکو په سترګو کې خاورې شيندي . په دې به خبرې نه کوو چې له ميدان ښار ترغزني پورې په سړک  څه تيرشوي او هره ورځ څه روان وي . په دې به هم سترګې پټې کړو چې دده ښاغلي دلاسه دوردګو له نيمايي زياتې ولسوالۍ  ددولت دوسله والو مخالفينو په لاس کې لويدلې دي او ددې په شان لسګونه نور موضوعات ،دوردګو نورې سيمې  خو پريږده حتې په دې لاره چې غزني او کندهار ته هم خلک ځي نو دطالبانو له ويرې له هر ډول لارو چارو کار اخلي .پر دې سربيره په ولسواليو کې په بشپړه توګه طالبان واکمن دي ، عشرونه ټولوي او پريکړې کوي . له نورو به تيرشو يوازې دجلګې ولسوالۍ هغه يوه بيلګه به دلته ياده کړم چې لوستونکي دښاغلي فدايي ښکرور درواغ وويني .
دا دجلګې ديوه اوسيدونکي له خولې کيسه ده چې زه يې له کوم بدلون پرته دلته يادونه کوم .
جلګه چې مخکې د چک ولسوالۍ اړوند د دايميردادو په نوم علاقداري وه اوس ويل کيږي چې ولسوالۍ ته پورته شوې او نه پوهيږم چې رسمي نوم يې جلګه دى که دايميرداد .
دنوموړې سيمې يوه اوسيدونکي  وويل ((چې په جلګه کې طالبان واکمن دي ، دوى دخلکو دعواګانې فيصله کوي او هرڅه يې چې زړه وغواړي نو کوي يې. په ياده سيمه کې موسسې هيڅ نشته او اوس اوس ددولت دوسله والو مخالفينو تود سنګر دى چې له هلمند او نورو سيمو څخه ورته ګڼ طالبان راغلي او داچې حکومت يې په خوب هم نه شي ليدلاى نو ښې مزې يې په کې چاغې دي . نوموړي جيلګه وال وويل چې په دې طالبانو کې داسې کسان هم شته چې خپل لمونځ يې نه دى زده او حتې جرمي سابقې لري ، خو داچې فدايي صايبان هغې خواته سترګې نه شي ور اړولاى نو اوس يې ښه سم حکومت په کې جوړ کړى دى . له خلکو په زور عشر ټولوي ، په کليو او سيمه کې په وسله وال ډول ګرځي او ډيرې دعواګانې يې حل کړې دي ، ويل کيږي په دې وروستيو کې دجلګې ولسوالۍ دسيمې يو تن په مرموز ډول په ايران کې وژل شوى دى چې تراوسه يې کره معلومات نشته چې داکس دچا له خوا او ولې وژل شوى دى . دغه جيلګه وال وړاندې وويل چې داسې شک موجود و چې ددې کس په وژلو کې دهمدې سيمې ځينې اوسيدونکي لاس ولري ، خو داچې پيښه په ايران کې شوې نو په دقيقه توګه څرګنده نه ده چې په دې وژلو کې به څوک لاس لري . خو طالبانو دهمدې سيمې يوتن له خپل موټر سره نيولى چې ګواکي خلکو ورته عريضه کړې چې په ايران کې دوژل شوي کس په پيښه کې يې زوى لاس لري ، نو ځکه طالبانو يې زوى له موټر سره بيولى دى . په هرصورت نيول شوى کس او موټر يې له طالبانو سره په جلګه کې بندي دى ، طالبانو  دنيول شوي کس په پلار فشار راوستى چې هغه زوى يې دوى ته وسپاري چې په ايران کې دى او ويل کيږي په هغه هيواد کې  دوژل شوي کې په پيښه کې لاس لري ،اوس نو دنيول شوي کس موټر او زوى دواړه له طالبانو سره دي . په زوى يې هم خپل شاقه کارونه کوي او موټر يې دخپلو فعاليتونو له پاره کاروي  او څرګنده هم نه ده چې په ايران کې په شوې معاملې کې دنيول شوي کس ورور لاس لري او کنه او که يې لري هم ايا جرم فردي عمل دى او که نه دهغه  تورن کس چې تراوسه يې هيڅ شواهد ورسره نشته له خپلې ټولې کورنۍ تيرشي او خپل وطن پريږدي . په هرصورت داهغه يوه پيښه وه او يوه بيلګه چې دښاغلي حليم فدايي په واکمنۍ کې يې طالبان سرته رسوي ، نو اوس دلوستونکي قضاوت وکړي چې ايا دميدان ښار چارواکو په خپلو څرګندونو سره دښکرورو درواغو نوم هم بدکړ او دې ته نو بايد بل نوم خوښ کړي . ښاغلى فدايي خداى ته وګوره نور دا وردګ پريږده چې يو بل کس راشي چې په دې خلکو يې زړه وسوځي او رحم پرې وکړي يا يې طالبانو ته وسپاري او يا په کې حکومتي واکمني وچلوي ، لاړشه او کوم بل کاروکړه ، دوردګو نهه ولسوالۍ خو دې په طالبانو وپلورلې او دکورنيو چارو وزير ښاغلى اتمر  او ولسمشر حامد کرزى دې هم نور دې ولايت ته پاملرنه وکړي يا دې په کې خپله واکمني وچلوي او يادې يې طالبانو ته پريږدي .      
 
© ۱۳۸۸ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.