|
ديووېشتمې پېړۍ له پيل سره دافغانستان په تاريخ کې يو نوى باب پرانستل شو.په دغه نوي باب سره په افغانستان کې دمطبوعاتودآزادۍ نظام هم منځ ته راغى،داتوکلونوپه تېرېدوسره افغانستان په ځينوبرخوکې ډير پرمختګونه وکړل،درسنيوپه برخه کې د پام وړ پرمختګ وشو،په سلګونوچاپي اوبرېښنايي رسنۍ رامنځ ته شوې،دارسنۍ که له کيفي پلوه هرڅنګه دي،خو ځينويې اوس زموږپه ټولنه کې نفوذ موندلى دى، نوهمدغه رسنۍ دي چې په سياسي ډګرکې يې دپام وړچاره ترسره کړې ده،ديوې ژوندۍ ټولنې رسنۍ تل په دې هڅه کې وي چې خپل ولسونه دلوړتيا اوعروج په لورخوځوي. آزادي په تېره دبيان آزادي دانسان طبعي حق دى،ځکه انسان له اره حر پيدا شوى اوله بلې خوا خو دادولت ځان ددموکراسۍ علمبردار هم بولي،خو نن يې دخپل شعار پرخلاف پرېکړه وکړه،په خبرونوکې موواورېدل چې دملي امنيت مشرامرالله صالح وړمه ورځ په کابل کې يوې خبرې غونډې ته په خپله ويناکې وويل چې له دې وروسته رسنۍ نشي کولاى دطالبانودبرېدونودصحنو تصويرونه اوياهم فلمونه خپاره کړي،ځکه چې داکارددولت دوسله والومخالفينوپه ګټه دى،او ددولت وسله وال مخالفين نورهم زړوروي،ترڅو ورته بريدونه وکړي. ددولت دغه کړنه يوداچې بې وخته ده اوبل داچې دبيان دآزادۍ خلاف ده،که دولت غواړي په رېښتيا دطالبانو دبرېدونو مخه ونېسي نو پکارخوداده چې ددغه کار لپاره يوه مناسبه اواساسي لاره ولټوي،په رسنيو بنديز ددغه قضيې اساسي حل نه دى،دقضيې اساسي حل دادى چې دولت بايد په خپلوامنيتي ارګانونوکې اساسي بدلونونه راولي،ترڅوپه امنيتي ارګانونوکې دومره وړتيا پيداشي چې دامنيتي پېښومخنيوى وکړي اوکه دولت غواړي په دغه کارسره په خپلو تيروتنواونيمګړتياوو پرده واچوي دعام ولس له سترګو يې پټ وساتي زه وايم چې په دې کارسره به ددولت هغه ناکامۍ چې تل يې پرده ورباندې اچولي نورې هم په ډاګه شي. اوکه ددولت موخه داوي چې طالبان به درسنيوپه دغه بنديز سره کمزوري شي اويا به دخپلوپلان شويو برېدونو په اړه معلومات ترلاسه نشي، داسي هيڅکله هم نشي کېداى ځکه چې طالبان داطلاعاتو په ترلاسه کولو اوخپرولوکې تردولت څوځله مخکي اوفعال دې ځکه تېرکال ملګروملتونوهم په دې حيراني وښودله چې طالبان څوځله له نړيوالوځواکونواوافغان دولت څخه داطلاعاتوپه راغونډولواو خپرولوکې مخکې دي.په دغه کارسره يوازې دومره کيداى شي چې امنيتي پېښې له عام ولس څخه پټې وساتل شي. دافغانستان خلک په ټولوسياسي،اقتصادي،فرهنګي اوټولنيزو برخوکې له ګڼ شميرستونزوسره لاس ګريوان دي خو امنيتي اوسياسي ستونزې اوګواښونو ورته تر هغو نورو ډير مهم اوجدي ،ځکه دي چې په هره ټولنه کې درغاونې اوپرمختګ چارې ټولې په امنيت پورې اړه لري، د پرمختګ اساسي عنصرامنيت دى،که چېرته امنيتي جريانونود ملت له سترګو پټ وساتل شي نوکيداى شي زموږاوسنى ناورين تردې هم نور زيات شي. په لنډوټکوکې مې خبرې راغونډوم دملي امنيت درياست په دغه کارسره ملت ته په ثبوت ورسېدل چې دتېرواتوکلونوخواريو،هځلودنړيوالوځواکونوراتګ،دامريکايي ځواکونوزياتېدل اوپه ميليونونو پيسولګښت هسې بېځايه و،ځکه دولت لاهم نشي کولاى دطالبانوداحتمالي برېدونومخه ډب کړي پوښتنه دلته راولاړيږي چې آياپه دغه بنديزسره زموږدهغه بېګناه هېوادوالودژونې مخه نيول کېداى چې دناټوله خوا په بمبار او يا هم دطالبانوله خوا په ځانمرګوبرېدونوکې خپل ژوند له لاسه ورکوي،؟ ځواب حتما نه دى،ځکه که دولت په رېښتيا غواړې دملت په ګټه کار وکړي نومهرباني دې وکړي دهغه رسنيو مخه دې ونيسي چې زموږ دملي ،عنعنوي اواسلامي ارزښتونوپرضدخپرونې کوي.
|