|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

د افغاني ټولنې ځانګړتيا د بدلون په درشل کې چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
عبدالرحمن فرقاني   
نېټه : اونۍ ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د کب ۰۱ - مه
      که  له يوۀ لوري د افغانستان باتوره ټولنه د لوديځ تر خوانخوار او ظالم نظامي يرغل لاندي ده ، له بل لوري دا سرلوړې ټولنه د لوديځ تر هغه خطرناکه يرغل لاندي ده ، چې غواړي له معنوي او مادي لحاظه د افغاني ټولنې اصيل ارزښتونه له منځه يوسي ، او يا هم پکښي ژور بدلون رامنځ ته کړي .

دا له شک څخه وتلي خبره ده ، چې افغانانو د  تاريخ په اوږدو کې هر ډول نظامي يرغل ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي دي ، هرهغه استعماري هيواد چې هڅه يې کړي افغانستان په خپله استعماري کړي او ولکه کې راولي ، اود افغاني غرور او شهامت ترپښو لاندي کولو هڅه يې کړي ده ، دشرميدلي ماتي اومسير سره مخامخ شوي دي ، څوک يې له کرغيړنو او ناپاکو عزايمو سره بيرته تښتيدلي ، او څوک يې د يرغلګرو په مقبره کې د تاريخ محکمي ته سپارل شوي .

دنړۍ په مخ افغانستان يوازنی هيواد دي ،  چې استعمار ونه توانيد خپله د غلامۍ  کړۍ يې په غاړه کې ورواچوي ، بلکي ګڼ شميرهيوادونوو خپله آزادي او خپلواکي د افغانانو د مقاومت او ميړانې په پايله کې تر لاسه کړه ، او په ځني نورو هيوادونوکې دا همت پيدا شو چې له استعمار څخه خپل حقوق وغواړي .

 خو اوس ژوره او واقعي انديښنه دا ده ،  هغه څه چې دتاريخ په اوږدو کې دنظامي يرغل په پايله کې په افغانستان تر لاسه نه شول د مادي ، فکري ، فرهنګي يرغل په پايله کې شوني شي . وړاندي لدې چې په افغاني ټولنه کې دلوديځ د نظامي يرغل تر څنګ د فکري ، فرهنګي ، مادي يرغل اغيزه وڅيړو بده به نوي چې په اسلامي نړۍ کې د لوديځ د هر اړخيزه يرغل لاملونه وڅيړو چې په لاندي ډول يې خلاصه کولي شو . 

لومړی : لوديځ  دمسلمانانو له عقيدوي قوت څخه ويره لري ، هغه قوت چې په اسلامي عقيده کې نغښتي دې هيڅ ډول يرغل او تيری نشي زغملي ، او يو بي  نظيره تحرري قوت دي ، دهر ډول يرغل او تيري په وړاندي په ميړانه او شهامت مقاومت کوي ، د خپلواکۍ په لاره کې هر ډول ايثار او قربانۍ ته تيار دي ، خپلواکي او آزادي يو ايماني ارزښت ګڼي ، او هر کله چې دا راز عقيده په انسان کې پيدا شوه ، نو بيا د خپلي آزادۍ څخه په هيڅ قيمت لاس ني اخلي ، نو ځکه د لوديځ کرغيړن استعمار د اسلامي نړۍ دهيوادونو خپلواکي ترهراړخيزه يرغل لاندي ساتلي ده ، داسلامي هيوادونه داولسونوعقيدوي ارزښتونه يې تريرغل لاندي ساتلي دي .

دويم : اسلامي عقيده له کرامت ، عزت ، کبريا  ، لويي څخه ډکه عقيده ده ،  د الله تعالی څخه پرته د هيڅ  چا په وړاندي ذلت او سپکاوي نه مني  ، او پردي استعمار ته په بده سترګه ګوري ، پدي باور وي چې بايد دا سر کشه استعمار لمنځه وړلاړ شي ، تر څو د اسلام عزت پرځاي او د مسلمانانو کرامت خوندي وي ، کله چې دا راز عقيده په انسان کې پيدا شي ، اود انسان ضمير پدغه ډول عقيده باندي آباد شي ، نو دهيڅ ډول استعماري قوت په وړاندي نه تسليميږي ،  يوازي د الله تعالی په وړاندي سر ټيټوي .

دريم : اسلامي عقيده هغه سپيڅلي ارزښت دي ،  چې په ساده توګه دمسلمانانو يووالی شونی کوي ، دا هغه ګډ صفت دي چې ټوله اسلامي  نړۍ سره يو ځاي کولي شي ، که داسلامي نړۍ په يوۀ ګوټ  باندي تيری وشي دټولو مسلمانانو  ديني مسؤليت دا دي چې د شوي يرغل په وړاندي جهاد وکړي او مقاومت وکړي ، که په انسان کې دا راز عقيده پيدا شوه ، او ضمير يې پري آباد شو ، نو بيا هيڅ ډول استعماري قوت نشي کولي چې الله تعالی وربښلي آزادي ورنه واخلي ، داسلامي امت دا راز يو والي د لوديځ لپاره تر ټولو لوي ګواښ دي ، لدي امله يې اسلامي نړۍ له يوې اوږدې مودې څخه تر خپل يرغل لاندي ساتلي ده .

له کومه ځايه چې د افغانستان سرلوړی هيواد  هم داسلامي نړۍ يوه برخه دي ، نو داستعماري اوږدې جګړې په دوران کې تر نظامي يرغلونو لاندي نيول شوي دي ، څرنګه چې وړاندي وضاحت وشو افغانانو خپله ميړانه دنړۍ په کچه دهر ډول نظامي يرغل په وړاندي ثابته کړي ده ، او له خپل اسلامي او افغاني مسؤليت څخه يې ډډه نده کړي .

د ختيځ استعمار  هم په خپل وار اسلامي هيوادونه تر خپل وحشي يرغل لاندي راوستی ؤو،  او د نړۍ پراخه برخه يې په خپله ولکه کې راوستی وه ، کمونزم له خلکو فکري ، عقيدوي ، فرهنګي آزادي سلبوله ، او له هغه خصوصيت څخه يې محرومول چې اسلام دوي ته وکړي وۀ ، ان تر دي چې دکمونزم د ارزښتونو په نه منلو يې دژوند کولو حق هم له خلکو اخيست ،او په حلال ځايونو کې يې د حيوانانو پي څير حلالول ، نو دالله تعالی په فضل او دافغانانو دميړانې په پايله کې بشريت دختيځ له وحشي استعمار څخه خلاص شو .

څرنګه چې مخکې يادونه وشوه ، د افغاني ټولنې اړوند ژوره انديښنه دا ده چې هغه څه چې دجګړې له لاري تر لاسه نشول ، دافغاني ټولنې د مادي او معنوي ارزښتونو په ضد مبارزه يې تر لاسه کړي ، د انديښنې پخلی هغه بدلونونه کيدي شي وکړي چې په افغانانو کې اوس مهال تر سترګو کيږي ، لاندي مثالونه تاسو ته وړاندي کوم :

په يوه  مجلس کې پلار خپل زوي راته معرفي  کاوه :

دا زما  زوي دفلانۍ ولسوالۍ د جنايي څانګه آمر دي . ما تري وپښتل چې دولت څومره تنخاه ورکوي ؟ چې ناڅاپه زموږ په خبرو کې يو مخورسړی راګډ شو ، او وويل  : ګرانه دلته په افغانستان کې داسي پوښتنه مه کوه چې تنخاه دي څومره ده ؟، داسي پوښتنه کوه چې د مياشتې څومره جوړوي !؟ ما فکر وکړ چې کيدي شي ټوکه يې کړي وي ، دا راز نوري خبري هم په مجلس کې تاو را تاو شوي . خارجي معاش ، ان جي او ، ........څه ناڅه شکمن شوم بيا مي هم له ځانه سره و ويې چې افغانان به دومره نوي بي ايمانه شوي چې په عام مجلس کې پر حرامو فخر وکړي .

خو سهارمهال مې دسرحد لوری ته سفر درلود، تصادفا هماغه ځوان ټينګاروکړچې ماتر ويش  پولې پوري په خپل موتر کې راورسوي  ، دلاري په اوږدو کې يې دخبرو  خبرو په ترڅ کې راته وويل : هغه د  ويش پولي سره جغته ولسوالۍ ګوري ؟ که پدي ولسوالۍ کې ديوه کال لپاره موکه په لاس راغله نو د خپلو لمسيانو او کړوسيانو چاره به هم وکړم . نو زما هغه شکمن حالت په پاخه يقين بدل شو ، چې ګواکي د افغانانو په عنعناتو کې چې له اسلامي ارزاښتونو څخه سر چينه اخلي بدلون رامنځته شوي دي . څه موده وړاندي دافغانانو په عامو مجالسو کې دا ډول څرګندوني دافغاني غيرت او شهامت خلاف کار ګڼل کيده .

په يوه  بل مجلس کې يوه بل کس دخپل مشر ورور په هکله معلومات راکول او راته يې وويل : تاسي هسي خپل وخت په بهر  کې ضايع کړي دي ، کار دلته په افغانستان  کې دي ، زما مشر ورور څو ورځي وړاندي له يوې موسسې څخه د ۸۰ زرو دالرو په بيه يوه پروژه واخيسته ، يوه ورځ له منظوري نه وروسته د موسسې مشر ورته ټليفون وکړ ،چې داسي وګڼه چې پروژه په سر ورسيده ، خو ته به ۶۰ زره ډالر بيرته ماته راوړي او پاتي ۲۰ زره ډالر ستا ، خو زما ورور چې دير ځيرک دي ، او موکه له لاسه نه ورکوي ، نو يې د موسسې مشر په ۴۰ زره رضا کړ ، او په يوه ورځ کې زما ورور ۴۰ زره ډالر وګټل . ياده دي وي چې د موسسې مشر هم اوروپايې دي ، او د ان جي او څيښتن هم دانجينري پوهنځي په سترګو نده ليدلي .

انديښنه دا ده چې موږ دجنګ په ډګرباتور افغانان د لوديځ او دهغه داستعماري ډلي د فکري ، کلتوري ، يرغل ښکار شو ، او زموږ هغه معنوي او مادي ارزښتونه زيانمن کړي چې زموږ د اسلامي او ملي هويت ځانګړتيا د نړۍ په کچه ثابتوي ،او زموږ ميړانه او غيرت او شهامت مکدراو بدرنګه کړي .

دا انديښنه  پر ځاي ده زموږ ټولنه د نظامي يرغل په اوږدو کې ورو ورو هغه ارزښتونه له لاسه ورکوي چې د افغانانو ټولنيزه ځانګړتيا تثبيتوي .
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.