|| خبر } د ایران د بهرنیو چارو وزیرله ولسمشرکرزي سره وکتل   || خبر } ولسمشرکرزي دحامد نوري وژنه وغندله   || خبر } رفعت : د١٤ نورو کاندیدانو نومونه هم لرې شول   || خبر } جلال اباد: دملي اردو پر رینجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } په کابل کې زده کوونکې يو ځل بيا مسمومې شوې   || خبر } غزني : د طالبانو په بريد کې اته پوليس ټپيان شول   || خبر } کندز : اته پوليس ووژل شول   || خبر } پر غزني ښار نن سهار څو راکټونه وتوغول شول   || خبر } شبرغان: د ناټو په بمبارکې ٤ پوليس ووژل شول   || خبر } افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه   || خبر } دولسم نيم ميليونه راى پاڼې كابل ته انتقال شوې   || خبر } د اتو بهرنيانو او دوو افغانانو مړي وموندل شول   || خبر } حامدكرزى ايران ته روان شو   || خبر } په کابل ښار کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه   || خبر } د ولسمشر یو سلاکار له چاودنې روغ ووت   || خبر } وحید عمر: حامد کرزی ایران ته په سفر ځي   || خبر } په لومړي ځل دنیوزلنډ یو پوځي په بامیانو کې ووژل شو   || خبر } کرزي په پاکستان کې دسیلاوونو له امله پراوښتې مرګ ژوبلی خواشیني څرګنده کړه
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي
نورستاني

برهان الدین رباني د اریانا افغان هوايي شرکت د الوتکې پرغیرقانوني خرڅلاو تورن شو چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
سهيل   
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۸ لمريز کال د مرغومی ۲۵ - مه
            |   له آزادي راډيو حخه په مننه
             |   25.10.1388
هغه اسناد چې په دې وروستیو کې خپاره شوي ښيي چې د افغانستان پخواني ولسمشر، د جمعیت اسلامي د تنظیم مشر استاد برهان الدین رباني د خپلې واکمنۍ په کلونو کې د آریانا افغان هوايي شرکت یوه الوتکه په غیرقانوني ډول پلورلې ده.

په دې اړه راپور پژواک خبري آژانس ورکړی او لیکي چې په دې معامله کې په مشهد کې د افغانستان د هغه مهال جنرال قونسل، چې ولسمشرحامدکرزي په نوې کابینه کې ولسي جرګې ته ورمعرفي کړی، هم دخیل دی.

پژواک خبري آژانس په دې اړه په یوه راپور کې یې لیکلي چې استاد برهان الدین رباني نهه کال مخکې، د خپلې واکمنۍ پرمهال د آریانا افغان هوايي شرکت الوتکه په غیرقانوني ډول پر یوه ایراني شرکت پلورلې ده. 

د آریانا دا الوتکه په 1980 کال کې په درې سوه لکه امریکايي ډالرو له روسیې څخه اخیستل شوې وه، خو استاد رباني د ایران پر کسپین کمپنۍ په نه بیه، یعنې په څلورنیم لکه ډالرو وپلورله. 

پژواک په دې اړه د خپلو څېړنو په حواله لیکي، په دې معامله کې انجنیرعبدالرحیم سیدجان چې د ولسمشرحامدکرزي له خوا په نوې کابینه کې د کډوالو چارو د وزیر په توګه نومول شوی دی، هم لاس درلود. 

د آریانا افغان هوايي شرکت مشر کپټان معین خان وردک تایید کړې ده چې دې شرکت د دوو TU-154M روسۍ الوتکو د اخیستو لپاره شپېته میلیونه امریکايي ډالر روسیې ته ورکړي دي، خو له دې الوتکو یوه، تقریباً په بازار کې ترخپلې بیې په څه باندې ۲۹۵ لکه ډالرو ارزانه پلورل شوې ده. 

TU-154M الوتکه په دېرش زره فټ لوړه ارتفاع کې د الوتنې توان لري، سل ټنه بار او ۱۸۰ تنه مسافر وړای شي او د بوېینګ ۷۲۷ معادل الوتکه بلل کېده. همدا الوتکه د څو لسیزو په ترڅ کې دپخواني شوروي د هوايي کرښو اصلي الوتکه وه. 

راپور زیاتوي، د استادرباني له امر سره سم په مشهد کې د افغانستان د هغه مهال قونسل له ایرانۍ کمپنۍ څخه د دې الوتکې په بدل کې، یوازې څلورنیم لکه ډالر ترلاسه کړل، په داسې حال کې چې دولت د هغې د اخیستو لپاره دېرش میلیونه ډالر ورکړي وو. 

پژواک وړاندې لیکي، کله چې له ښاغلي رباني څخه پوښتنه وشوه چې ده ولې له دې معاملې سره چې د بېوزلي افغانستان په ډېرزیات زیان تمامه شوه، موافقه و کړه، نو ده هېڅ منطقي ځواب نه درلود او د دې پرځای یې هڅه وکړه چې ځان په دې او هغه خبره تېرباسي. ده پرله پسې همدا خبره کوله چې د ۹ کاله مخکې پر مسئله اوس خبرې کول هېڅ معنی نلري. 

دا مسئله لاهم یوه معما ده چې د دې الوتکې په بدل کې افغانستان ته ورکړل شوې پیسې څه شوې او ولې استادرباني د بیت المال له مال سره په دې ډول چلند وکړ. د هغه وخت یو دولتي مقام چې نه غواړي نوم یې ذکر شي، وايي چې حتی د الوتکې په بدل کې اخیستل شوي څلورنیم لکه ډالره هم هېڅکله د حکومت حساب ته انتقال نه شوې.

خو عبدالرحیم چې په نوې کابینه کې د کاندید وزیر په توګه معرفي شوی ټینګار کوي چې له ایراني شرکت څخه ترلاسه شوي څلورنیم لکه ډالر، د استادرباني له امر سره سم، هغه مهال په مشهد کې د افغانستان د قونسلګرۍ بانکي حساب ته انتقال شول. 

عبدالرحیم وايي، یادشوي څلورنیم لکه ډالر وروسته بیا د مجاهدینو د حکومت د نویو بانکنوټونو د چاپ لپاره روسیې ته ورکړل شول. ده پرله پسې خپله دفاع کوله، ویل یې، دی د حکومت یو صادق مامور و او تل یې ترځانه د لوړو آمرانو اوامر پرځای کول. 

د 85748 پرله پسې نمبرلرونکې د آریانا الوتکه په 1997 کال کې هغه مهال چې شمالي ټلوالې، مزارشریف له طالبانو څخه بېرته ونیو د مزارشریف په هوايي ډګر کې ولاړه وه. له مزاره د طالبانو له اېستلو وروسته دا الوتکه تهران ته والوزول شوه او د 2001 کال د جنورۍ په دوهمه نېټه پر کسپین هوايي شرکت وپلورل شوه. 

د پژواک راپور د ترلاسه شویو اسنادو په حواله زیاتوي، استادرباني چې د کابل له سقوط وروسته یې مزارشریف خپل موقت پایتخت وټاکه د 2000 کال په جون میاشت کې د 025 نمبر مکتوب له مخې عبدالرحیم سیدجان ته د دې الوتکې د خرڅلاو معامله وسپارله. 

په مشهد کې د افغانستان د هغه مهال جنرال قونسل عبدالرحیم وايي، له ده سره پرټولو موجودو اسنادو د استادرباني لاسلیکونه شته. دی وايي، هغه مهال دا پیسې دولتي بانک، یعنې د افغانستان بانک ته نشوای انتقالېدای ځکه دا بانک د طالبانو د واکمنۍ په قلمرو کې و.
 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.