|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

په ميدان ښارکې ورزشي کمپلکس لوبغالي پرانيستل شو چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
همت الله امين زی   
نېټه : درې نۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د زمری ۱۶ - مه

ديپارتراويادسپارتراوياهم سپورت په ډيرونوروماناوو هم راغلې چې اصلي مانايې وړتياښکاره کول اوله فکري اړخه ځان هوسااوهغه څه چې انسان ته خوشحالي اوخوښي ورپه برخه کوي دى.
سپورت دانسان له هغه عمل اوحرکاتوڅخه عبارت دى چې له هغه څخه يې هدف اوموخه دتخنيک اوتکتيک يعنې دخاصوحرکاتوزده کول اوپه لوبوکې دعالې اوښوپايلولاسته راوړل دي.
دپياوړي ځوان نسل ترمنځ دبشري ټولنونږدې کول اوهغوي له کلتوراو رواجونوڅخه خبرېدل،دانسانانوترمنځ دکرکې اوتفرقې له منځه وړل دسپورتي لوبودمهمو اهدافوڅخه شمېرل کېږي.
لوبې اوياهم سپورت کول کيداى شي يوه بله ډيره ښه اوله ارزښته ډکه هغه لاره وي چې ځوانان اوتنکي ځوانان يې وټاکي چې دابه ځوانان له بدواوناوړه لاروچارو وژغوري اونوربه ځوانان نيشه يي توکوته مخه نه کوي بلکې داسې کرکه به کوي چې نوروته به په دې هکله لارښوونې کوي. همدارنګه په هېوادکې دسپورتي لوبوپراختيادهغه هېوادله پرمختياسره مخامخ اړيکه لري.
په دې برخه کې دميدان وردګوولايت اوسمهال دداسې يوې ښې لاسته راوړنې شاهددى چې ځوانانواوتنکيوځوانانولپاره نوردهرډول لوبو،واليبال،فوټبال،ځغاستې،باسکيټ بال اونوروترسره کول،هغه هم په داسې يوه سترميدان کې چې کولاى شي هغه هغوټولواړتياووته ځواب وايي چې يودلوبوميدان يې بايدولري.دلته دسياليودترسره کولولپاره زمينه مساعده ده.
په کومه غونډه کې چې ددې سپورتي ميدان يالوبغالي دپرانستلوپه وياړپه همدې لوبغالي کې چې دميدان وردګوولايت مرکزميدان ښارکې دولايت دودانۍ لوديځ پلوته موقيعت لري جوړه شوې وه،پرنوروميلمنوبرسيره دميدان وردګوولايت والي عبدالجبارنعيمي،دهېواددالمپيک دملي کميټې مشرمحمدانورجګدلک،نورو ځوانانواوولايتي مسولينوهم برخه اخيستې وه،په دې غونډه کې دميدان وردګوولايت والي ښاغلي نعيمي ددې لوبغالي ياسپورتي مرکزدجوړيدوپه هکله رڼاواچوله اودولايتي بيارغاونې له هغه ټيم څخه يې مننه وکړه چې چې ددې لوبغاړي په جوړولوکې يې ورسره مرسته کړي وه،همدارنګه يې دخپلوخبروپه دوام زياته کړه چې سپورت په ورزنيزژوندکې ډيرستراومهم رول لري،هغه ځوانان اوتنکې ځوانان دې ته وهڅول چې له مخدره وموادوڅخه ډډه وکړي اودناوړه اوبدوعملونوپرځاى دې دالاره غوره کړي چې ديوې ښې بوخيتاترڅنګ دښې روغتياضمانت هم کوي.
په دې غونډه کې دالمپيک دملي کميټې مشرمحمدانورجګدلک هم ويناوکړه اودخپلوخبروپه ترڅ کې يې دې ټکي ته اشاره وکړه چې په نيږدې راتلونکې کې به ددې ولايت برسيره نورځوانان هم په دې لوبغالي کې دورورګلوي په خوره فضاکې لوبې ترسره کړي،هغه ژمنه وکړه چې ددې ولايت لوبغاړوسره به په دې برخه کې خپله هڅه ګړندي کوي اوويي ويل چې په دې برخه کې به ډېرژراقدام وکړي.
ددې ولايت دولايتي بيارغاونې ټيم مشرحقان اباجي هم ددې غونډې له ويناوالوڅخه وو،چې په خپلوخبروکې يې ددې اوداسې نوروپروژوپه جوړولوخبرې وکړي هغه يادونه وکړه چې په نيږدې راتلونکې کې به دسپورتي لوبولپاره په دې ولايت کې يوسرپټي ميدان په جوړولوکې ددې ولايت له مسولينوسره همکاري وکړي.

 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.