|
په جلال آباد کي د څغاستي ستره سيالي ترسره شوه |
|
|
|
اتل خوګياني - جلال اباد
|
|
نېټه : مبارکه جمعه ، د ۱۳۸۷ لمريز کال د وری ۳۰ - مه |
د جلال اباد په ښار کې د ځغاستي يو سيالي ترسره شوه چې د سيمي تر دري سوو ځوانانو پوري پکي برخه اخيستي وه،
د مخدره موادو پرضد دځغاستي پدغو زړه پورو سياليوکې دختېځو ولايتونو تر دري سوو زياتو ځوانانو برخه کې اخيستي وه،ځغاسته د لس کيلومترو په واټن د کامي ولسوالۍ د دوه لاري څخه پيل او د جلال اباد ښار د شيرزي په لوبغالي کې پاي ته ورسيده،دځوانانو ددغي ځغاستي پرمهال دبيات بيناد مشر اينجنراحسان الله بيات وويل چې دخوښي ځايدي چې دخپلوځوانانوپه منځ کې ولاړاوپه هېوادکې دسولي يوالي اودمخدره موادپرضد سياليوکې برخه لري،
د ننګرهار والي ګل آغا شيرزي هم دخپلو خبرو پرمهال د بيات د بنياد له مشر څخه د منني ترڅنګ وويل چې دغه ډول دځوانانوځغاستي دخلکو په تشويق او د هېواد په جوړونه کې زياته ونډه لري،
د ځوانانو د ځغاستي پرمهال د لاري په اوږدو کې په سل ګونو خلک ننداري ته ولاړ وه چې په څيروکې يي له ورايه د خوښي نښي معلوميدي،د ننګرهار ولايت دامنيي قوماندان سيدعبدالغفارخبريالانو ته وويل چې دلاري ټينګ امينت نيول شوي اوپه هر کيلومترکې امنيتي پوليس ولاړدي،د ځغاستي لومړي اودريم ګټونکي فواد اوعبدالولي چې دواړه ورونه هم دي له خوشالي څخه په جاموکې نه ځاييده نوموړو وويل دوي پخوا هم پدغه ډول سياليوکې برخه اخيستي ده چې دغه ډول پروګرامونه دځوانانوپه پرمختګ کې ډيره ونډه لري.
د بيات بيناد مئسولينو او د ننګرهار والي د لوبي پر يو شمير ګټوونکو باندي ميډالونه اوډالي وويشلې چې د ځغاستي لومړي ګټوونکي ته پنځوس زره افغاني، دويم ته پنځه ويش زره افغاني او دريم ته لس زره افغاني او تر لسم تن پوري يو يو دانه باسکلونه ډالي شول،د بيات د بيناد مئسولينو وايي د ځغاستي پدغو سياليو کې د افغانستان نړيوال بانک او د کوکاکولا د توليد کمپني هم له دوي سره په تمويل کې مرسته کړيده چې دوي ورته کوروداني وايي.
|