|
رزونتون او شمالي هندوکش لوبډلي پايلوبي ته ووتې |
|
|
|
جمشيد عظيمي
|
|
نېټه : يوه نۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د زمری ۲۸ - مه |
|
د شمالي هندکش او روزنتون فوتبال لوبډلو د کابل ښار د ځوانانو پايلوبو ته لاره پيدا کړه . دغو دواړو لوبډلو په نيمه پايلوبو کې د هندکش بي او اردو لوبډلو ته ماتې ورکړه . چې له دغه برياليتوب سره يې پايلوبو ته ځانونه ورسول . د شمالي هندکش الف لوبډلې دوه پر صفر اردو ته ماتې ورکړه او د روزنتون لوبډلې دوه پر يو د شمالي هندکش بي لوبډلې ته ماتې ورکړه . د افغانستان د ملي لوبډلو لوبڅاري علي عسکر لعلي پر وينا دغه سيالى د کابل ښار د ځوانانو د يوې لوبډلې د ټاکلو په موخه پيل شوې وې دي . همدارنګه نوموړي وويل چې په نږدې راتلونکي کې به د ځوانانو او تنکيو ځوانانو سيالى په هرات ، ننګرهار او بلخ ولايتونو کې پيل شي .
|