|
د افغانستان دکرکټ لوبډلې ماليزيا ته ماته ورکړه |
|
|
|
مينه وردګ
|
|
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د زمری ۲۹ - مه |
|
د افغانستان د ځوانانو د کرکټ لوبډلې د ماليزيا د ځوانانو د کرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه. دغه سيالۍ کې نن د زمري په نهه ويشتمه نېټه په دغه هېواد کې ترسره شوې افغان لوبډلې کوربه لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د افغانستان د ځوانانو د کرکټ لوبډله نړيوالو سياليو ته د لارې موندلو په موخه څه موده وړاندې دغه هېواد ته تللې ده، چې دا دى نن يې په خپله لومړنۍ لوبه کې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ تر راپرځېدو وروسته د کرکټ فدراسيون رامنځ ته شو، چې دا مهال يوه د ځوانانو او بله ملي لوبډله لري، چې دواړې لوبډلې په لنډ وخت کې ډېرې ښې ځلېدلې هم دي.
|