|
دهېواد دغره ختني لوبډلي په اروپايي سياليوکي ګدون وکړ |
|
|
|
جمشيد عظيمي
|
|
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د چنګاښ ۲۷ - مه |
|
د هيواد د غره ختنې لوبډله چې د اروپا د غره ختني په لوبو کي د ګډون لپاره يوه مياشت مخکې دغې وچې ته سفر کړى وو د سه شنبې په ورځ کابل ته راورسيدل . په دغې لوپډلې کې درې تنه انجونې او درې تنه هلکان وو . د دغې لوبډلې يوه تن غړي پر وينا په ايټاليا ، فرانسې او سويس کې د هيواد د غره ختنې لوبغاړو وکولى شول چې د آلپ غرونو اوه زره متري څوکې ته ځان ورسوي . که څه هم د افغانستان د غره ختنې لوبډلې د جوړېدو درې کاله کيږي خو تر اوسه په دغې برخه کې کوم فدراسيون شتون نه لري.
|