|
دشطرنج آسيايي سيالۍ: ازبکستان اوهند بريالي شول |
|
|
|
جمشيد عظيمي
|
|
نېټه : منځنۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د چنګاښ ۲۰ - مه |
|
د ځوانانو او زلميانو د شطرنج اسيايي سيالى چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې پيل شوې وې د ځوانانو په برخه کې د کوربه هيواد ازبکستان او د زلميانو په برخه کې د هندوستان په اتلولۍ پاى ته ورسيدې . همدارنګه په دغو سياليو کې د لومړي ځل لپاره دوه افغان لوبغاړو برخه اخستې وه .
له افغانستان څخه د ځوانانو په برخه کې عزيزاحمد شريفي او زلميانو په برخه کې ويس احمد په دغو سياليو کي برخه واخسته . د غه سيالى چې په سويسي سيستم په نهو پړاونو کې د اتو هيوادونو تر منځ پيل شوې وې عزيز احمد شريفي د دوو لوبو په ګټلو او د دوو لوبو په مساوي کولو سره درې امتيازونه تر لاسه کړل. او بل افغان لوبغاړي ويس احمد د دوو لوبو په ګټلو درې مساوي درې نيم امتيازونه تر لاسه کړل. دا چې افغان شطرنج لوبغاړو د لومړي ځل لپاره په داسې نړيوالو سياليو کې برخه اخستې بيا يي هم د منلو وړ لوبې وکړې همدارنګه د شطرنج د آسيايي فدراسيون مسولينو افغان لوبغاړو ته د هغو سياليو بلنه ورکړه چې د ځينو آسيايي هيوادونو تر منځ په راتلونکي مياشت کې په قزاقستان کې پيليږي. همدارنګه د افغانستان د شطرنج فدراسيون ريس محمود حنيف هم د دغو آسيايي سياليو د لوبڅاري په توګه وټاکل شو. د دغو سياليو په پاى کې افغان لوبغاړي په ازبکستان کې د افغان سفير له خوا ډير تشويق شول.
|