|
که غواړئ چې بدن مو ښکلى شي او په يو منظم کلب کې تمرينونه تر سره کړئ نو په کار ده چې لاندې تمرينونه له ځان سره ولرئ او د هرې اونې په دننه کې يې تکرار کړئ. دلته مې وغوښتل څو تاسو ته د اسانتيا لپاره يو اوونيز مهال ويش وليکم څو تاسو وکولى شي د هغه په مټ سره خپل تمرينونه په مخ بوځئ:
شنبه: د مټ د وړاندنۍ برخې حرکتونه:-
۱- شپږ په هالټر ، درې نژدې - درې لرې
۲- درې حرکتونه خرګي ماشين باندې
۳- درې سيټه په ماشين باندې
۴- شپږ په ډنبل باندې ، درې يوستوي درې جوړئي
۵- درې سيټه په يو ډنبل باندې
يکشنبه: د مټ د څټ حرکتونه:-
۱- شپږ سيټه ډنبل ، درې يوستوي – درې جوړئي
۲- درې سيټه په ښي ماشين باندې
۳- درې سيټه په کيڼ ماشين باندې
۴- شپږ سيټه په هالټر ، درې ښي درې کيڼ
۵- درې سيټه په هالټر د ملاستې په څوکۍ باندې
۶- درې سيټه حرکتونه په ماشين باندې
۷- درې سيټه متوازي
دوشنبه: د سينې حرکتونه:-
۱- درې سيټه سينه کشي
۲- شپږ په هالټر ، درې نژدې – درې لرې
۳- درې سيټه پرس ډنبل
۴- درې سيټه ډنبل بنج ماشيني
۵- څلور سيټه د سينې د سر هالټه
۶- درې سيټه د سينې پرس په هالټه باندې
۷- درې سيټه د سينې د سر حرکت په ماشين
۸- درې سيټه د سينې لاندې حرکت
۹- درې سيټه د سينې قفس په ډنبل باندې
سه شنبه: د تخرګ دلاندې حرکتونه:-
۱- شپږ سيټه بالفيکس
۲- درې سيټه په ماشين ، درې نژدې – درې لرې
۳- درې سيټه حلقه له تخرګ لاندې له ماشين باندې
۴- درې سيټه د داشکې ماشين
۵- درې سيټه ډنبل – يوستوى
چارشنبه: د اوږې د سر حرکتونه:-
۱- درې سيټه د ناستې په څوکۍ لاسونه غڅېدلي له ډنبل سره
۲- درې سيټه د ناستې په څوکۍ لاسونه عمودي له ډنبل سره
۳- درې سيټه ډنبل په ولاړې خو يوستوى
۴- بيا هم ، درې سيټه يوستوى ډنبل خو يوه پښه مخ وړاندې
۵- په څوکۍ باندې پړمخې څملاستل او په ډنبل حرکت کول
۶- درې سيټه د اوږې د شا حرکت په هالټر
۷- درې سيټه د اوږې د مخ حرکت په هالټر
۸- د اوږې کوپان په دوو ډنبلونو سره
۹- د اوږې کوپان په يوه ډنبل سره
۱۰- په ماشين باندې مخ په څټ
پنجشنبه: د ورون حرکتونه:-
۱- د بيتک سيټ
۲- درې سيټه په هالټر د اوږدو دپاسه چې پښې غځېدلې وي
۳- درې سيټه په هالټر د اوږدو دپاسه چې پښې غونجې وي
۴- درې سيټه په مانده لوډ ماشين باندې چې پښې حرکت وکړي
۵- درې سيټه قيچي په هالټر او يا ډنبل باندې
۶- درې سيټه د ورون مخ لپاره په ماشين باندې
۷- درې سيټه په چاک لرونکي ماشين باندې
۸- درې سيټه د ورون شا په مانده باندې
۹- درې سيټه د پونډۍ حرکتونه
- پاى -
|