|| خبر } غزني : د امنيتي کمپنيو اته ساتونکي ووژل شول   || خبر } کرزي د امروز تلویزیون خپرونې پارونکي وبللې   || خبر } کرزي په سنګین کې دملکی تلفاتو په اړه دڅېړنو امر وکړ   || خبر } په ۱۴ولايتونو كې د ګوزڼ د واكسين لړۍ پيل شوه   || خبر } دبادغیس دوالي پر مرستیال چاودنه وشوه   || خبر } خوست:په جومات کې چاودنې اتلس تنه ټپیان کړل   || خبر } په سوېل کې د ناټو څلور سرتېري ووژل شول   || خبر } چارواکي: ملاعبدالحی مطمین نیول شوی   || خبر } حج ته د تلونكو کسانو د نوم ليكنې بهير پيل شو   || خبر } نن او سبا په کا بل ښار کې عمو مي رخصتي ده   || خبر } کابل ته د بهرنيو ميلمنو راتګ پیل شوی دی   || خبر } په برګمټال کې درنه جګړه روانه ده   || خبر } د لوګر د ملي امنيت پخوانى مدير ووژل شو   || خبر } حامدکرزي په پکتیا کې دیوولسو تنو وژنه وغندله   || خبر } وحيدعمر : كرزى جاپان ته روان دى   || خبر } امرالله صالح او حنیف اتمر برطرفه شول   || خبر } ږوب: دعوامي نېشنل ګوند لخوا مظاهره وسوه   || خبر } خوست: د ښکاري باز په نامه عمليات پيل شوي
سرليکونه
سـرپـاڼه
اسلامي
وروستي خبرونه
د نوروپاڼو خبرونه
په انګرېزي ژبه خبرونه
سـياسـي
بېلابېلي ليکني
علـمي - څېړنيز
خبرتياوي
ا د بــي
هـنـري
شعرونه
روغتـيايي
کــورنۍ
سپورټي
نوې ټکنالوژي
له موږ سره اړېکي
د ليکنو پلټنه
نوري ژبي
د ر ی
اوزبېـکـي
بـلـوڅي
پشه يي

ډېر چاغوالى د استما يا ساه لنډۍ خطر زياتوي چاپول ملګري ته په بريښناليک لېږل
ژباړن: ډاکټر زيارمل   
نېټه : دوه نۍ ، د ۱۳۸۶ لمريز کال د زمری ۰۸ - مه

ساينس پوهانو ويلي ، هغه کسان چې ډېر چاغ وي هغوي د نورو په نسبت په سلو کې ٥٠ زيات د ساه لنډۍ په ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

له بي بي سي څخه
نېټه: 2007/04/03 00:25:11 GMT
د امريکې د تنفسي او بېړنيو پېښو ژورنال راپور ورکړى چې دغه معلومات امريکائي څېړونکو په اوو پېښو کې لاسته راوړى چې خپلې څېړنې يې له ٣٣٠٠٠٠ څخه زياتو بالغو ناروغانو کې تر سره کړې دي.
هغوي وويل چې وړاندې تر دې چاغوالى د زړه او د شکرې د ناروغيو لپاره يو د خطر له فکټورونو څخه ګڼل کېده خو دم ګړۍ د استما يا ساه لنډۍ ناروغۍ هم په دې ليست کې ور زياته شوه ده.
د برتانيې ماهرين هم له دې خبرې سره هوکړه کوي ، وايي چې پخوا ددې دواړو (چاغوالي او ساه لنډۍ) ترمنځ يوه اړيکه وه خو تر اوسه يې هم لاملونه لا نه دي رڼه شوي.
د استما يا ساه لنډۍ ناروغۍ د سږو واړه ټيوبونه او د هوا لارې اغېزمنې کوي ،کوم چې د هوا په تګ راتګ کې دنده لري. ددې ناروغۍ په ترڅ کې اغېزمنې شوې لارې تنګېږي او هوا په سمه توګه ترې نشې تېرېدلى همدا ده چې ناروغ په ډېر کړاو سره ساه باسي . له همدې امله يې ساه لنډي هم بولي.

چاغوالى د شکرې ناروغۍ ، د مغزو ناڅاپي حملې ، د زړه او رګونو د ناروغيو او هم د بندونو د التهاب يا ګزک لپاره يو منلى شوى د خطر فکټور ګڼل کېده. خو دغې نوې لاسته راوړنې د استما يا ساه لنډۍ نوم هم په دې ليست کې ور زيات کړ.ډاکټر رانډ سوترلنډ
کله چې کوم شي د سالنډۍ د ناروغۍ د تشديد کېدو سبب شي نو هغه وخت نرم يا ملسا عضلات چې د هوائي لارو په شاوخوا کې موقعيت لري هغوي په دې سره تقلص کوي او ځان را ټولوي او په پايله کې د هوائي لارو په پراخوالي کې تنګي رامنځته کېږي.
د هوائي لارو دننۍ طبقه سره اوړي (احمراري کېږي) او په پاړسوب پيل کوي او مخاط هم ممکن توليد کړي.
دغه پورتني حالتونه چې ياد شول د هوائي لارو د تنګېدو او تخريش سبب کېږي او دا بيا په خپله د ساه لنډۍ د ناروغۍ نښې نښانې منځته راوړي  کوم چې : شغس کول ، د ساه لنډوالى او د سينې د تنګېدو احساس دى.
په اوس وخت کې له پنځو ميليونو څخه زيات خلک په برتانيا کې د ساه لنډۍ د ناروغۍ له درملنې لاندې دي.
څېړنو ښودلې:
· د هر يو کس په وړاندې چې د ساه لنډۍ ناروغۍ يې درلوده خو وزن يې نارمل و د هغو کسانو شمېر چې وزن يې زيات و او نوموړې ناروغۍ يې هم درلوده ، يو نيم ځل زيات و.
· په هغو کسانو کې چې وزن يې زيات و په هغوي کې د ساه لنډۍ د ناروغۍ خطر د نورو کسانو په پرتله دوه ځله زيات و.
څېړونکو ددې په هکله څه مالومات نه دى ورکړى چې د ساه لنډۍ ناروغۍ د خطر د زياتوالي لاملونه کوم دي.
سره ددې چې چاغوالى په خپله د سږو د دندو د خرابوالي سبب ګرځي په دې ډول چې د چاغوالي له امله د سږو په حجم کې کمښت رامنځته کېږي او له بل لوري په کار ده چې د تنفس په وخت کې له زياتې اندازې اکسجن څخه ګټه واخيستل شي. خو دا هم په يواځې سر د خطر په پيدا کېدو کې دومره کافي نه ګڼل کېږي.
څېړونکو دا هم ويلي چې نورې نښې نښانې او اعراض لکه د ساه لنډېدو احساس په خطا ئي سره په ساه لنډۍ ناروغۍ کې شمېرل شوي و.
د ځېړونکو د ډلې مشر ښاغلى ډاکټر رانډ سوترلنډ تر اوسه هم د چاغوالي او د ساه لنډۍ د ناروغۍ تر منځ د اړيکې پلوي کوي. هغه زياتوي: ( که په زياته اندازه د بدن په وزن کې کمښت رامنځته شي ، په ځانګړي ډول په چاغو کسانو کې ، نو د ساه لنډۍ د ناروغۍ د نويو پېښو په شمېر کې به هم د نظر وړ کمښت رامنځته شي.)
هغه دا هم وويل: ( چاغوالى د شکرې د ناروغۍ ، دماغي حملې ، د زړه او رګونو د ناروغۍ او د بندونو د التهاب يو منل شوى او د خطر ښکاره فکټور دى. دغه نوې څېړنې ښيي چې په دغه پورتني ليست کې د ساه لنډۍ د ناروغۍ نوم هم ور زيات شو.)
د برتانيې د ساه لنډۍ د مخنيوي مرکز وياند وويل: ( د ساه لنډۍ او د چاغوالي تر منځ د اړيکو لرلو په هکله له ډېرې پخوا زمانې شواهد موجود و.)
 هغه زياته کړه: ( دغو نويو څېړنو هغه پخوانۍ اړيکې بېخي رڼې کړې ، خو لا تراوسه پورې دا نه ده روښانه شوې چې سبب يې څه دى؟)
دايې هم وويل: ( نورو څېړنو ښودلى چې د بدن د وزن کمښت هم د ساه لنډۍ د ناروغۍ په روغتيا کې او هم د سږو د دندو په تقويه کېدلو کې مرسته کوي. نو د همدې مالوماتو په مټ موږ د ساه لنډۍ ناروغانو ته دا توصيه کو چې د صحي او متوازنو خوړو تر څنګ دوامداره بدني تمرينات هم تر سره کړي چې دا به له دوي سره مرسته وکړي ترڅو ځان په موجوده شرايطو باندې حاکم کړي.)
-  پاى -

 
© ۱۳۸۹ Ghorzang | غورځنګ
Joomla Pashto ! is Free Software released under the GNU/GPL License.