|
محمد بصير سليمانخېل
|
|
نېټه : يوه نۍ ، د ۱۳۸۷ لمريز کال د مرغومی ۲۲ - مه |
|
که چیرته تاسې یوه ځای ته
ورشی او هلته یو شمېر خلک ناست وي، خپل لاس خولې ته یوسی او ارږمی وباسئ. څو
دقیقې وروسته به ووینئ چې هر یو ارږمی باسي. که مو چیرې تر اوسه ارږمی نه وي
ایستلي، کېدای شي د دې مطلب په لوستلو سره تاسې هم ارږمی وباسئ.
دا چې ولې ارږمی باسو ا و
علت یې څه ده، دوه نظرونه دي، چې لومړی یې د فیزیولوژي تیوري ده، د دې نظریې له
مخې په بدن کې د اکسیجن د کمښت له کبله یا په وینو کې د ډای اکسایډ کاربن د کچې په
پورته تللو سره حسي اخیستونکي برخې ځانګړي پیغامونه لېږدوي او په غیر ارادي توګه
سره مغز د ارږمي د ایستلو فرمان صادروي.
د دویمې نظریې له مخې چې د
ستړېدا په تیوري باندې مشهوره ده، وايي چې ارږمي دبدن یو طبیعي ډوله غبرګون ده چې
د بدن د بېلابېلو غړو له خوا د ستړوونکو نښو د لېږلو په صورت کې د مغز له خوا په
غیر ارادي ډول سره تر سره کېږي.
ارږمي هغه پدیده ده چې په
زیاترو حیواناتو کې په غیر ارادي ډول سره رامنڅته کېږي.
خو ډاکټران بیا د ارږمی ایستل د مجاورت (څنګلورتیا) پر پدیدي باندې تعبیروي.
مجاورت هغه احساس ده چې په
معمول ډول سره د غیرارادي پدیدو په ترڅ کې د مغز له خوا د علایمي حس په مټ د همغو
اصلي نښو سره ورته تر سره کېږي چې دا یوازې په ارږمي پورې اړه نه لري، بلکې خارښت
او نورې غیر ارادې پدیدې هم په خپل ځان کې رانغاړي، له همدې کبله ده، کله چې موږ
نور کسان د ارږمي په ایستلو سره وینو، موږ هم ارږمی باسو.
|